د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن: د پاکستان سږنیو ټاکنو امنیت لپاره پوځ ځای پر ځای کېږي


د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې هم پوځ په خیبر پښتونخوا او ځېنو نورو سیمو کې د ټاکنو امنیت لپاره ځای پر ځای شوی وو
د ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې هم پوځ په خیبر پښتونخوا او ځېنو نورو سیمو کې د ټاکنو امنیت لپاره ځای پر ځای شوی وو

پراګ - د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پارلېماني ټاکنو د امنیت لپاره به د ووټونو د مرکزونو بهر او دننه پوځي سرتېري ځای پر ځای کوي.

انتخاباتي کمېشن مازیګر په یوه بیان کې وویل، د ټاکنو د امنیت لپاره په شوې غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سېکرټرانو، د صوبو او پخوانیو قبایلي سیمو چیف سېکرټرانو، او د پولیسو او پوځ لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ چې پکې پرېکړه وشوه چې د پاکستان پوځ به د هغو چاپ خانو امنیت ساتي چې پکې د ووټونو کاغذونه تیارېږي.

بیان وايي، د انتخاباتو پر ورځ به د امنیت له پلوه په حساسو مرکزونو کې څارګرې کیمرې لګوي.

د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو د انتخاباتو لپاره تیارۍ بشپړې کړې دي.

د مې په اخره کې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي او د څلورو صوبايي حکومتونو اییني موده پای ته ورسېده او قامي او صوبايي اسمبلۍ تحلیل شوې.

تر دې سمدستي وروسته د هېواد او صوبو نګران حکومتونه جوړ شول چې د ازادو، پاکو او رڼو انتخاباتو لپاره یې د الېکشن کمېشن د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

د انتخاباتي کمېشن بیان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت به په قبایلي سیمو کې د رایې ورکونې په مرکزونو کې د کیمرو لګولو په ګډون د نورو اسانتیاو لپاره پیسې برابروي.

دا هم ولولئ:

د پاکستان ټاکنو کمېشن د امېدوارانو لپاره نوې کاري ضابطه خپروي

نګران وزیراعظم وايي انتخابات په خپل وخت کېږي

بیان زیاتوي چې کمېشن انتخاباتو ته د ولاړو کسانو د امنیت ذمه وار دی او په دې لړ کې اقدامات کوي.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو اییني موده پینځه کاله وي او تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې انتخابات شوي ول.

له ۲۰۰۸ز کال راهیسې دا دویم ځل دی چې په هغه هېواد کې منتخب، ملکي حکومت خپله قانوني موده پوره کړې او د ټاکنو له لارې به راتلونکی حکومت واک تر لاسه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د جون پر څلورمه په خبري غونډه کې ویلي ول چې پوځ د ټاکنو لپاره د انتخاباتي کمېشن هر راز مرستې ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG