د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی د ټاکنو د شفافیت وعده وکړه


په پاکستان کې ټاکنې د جولايي په پنځه ويشتمه کېږي. دا تصوير د تېرو ټاکنو دی.
په پاکستان کې ټاکنې د جولايي په پنځه ويشتمه کېږي. دا تصوير د تېرو ټاکنو دی.

د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی وايي د ده د دوه مياشتني حکومت تر ټولو مهم کار د راتلونکو ټاکنو په سمه او شفافه طريقه سرته رسول دي.

نوموړي د جون په شپږمه د خپلې نوې دندې د سوګند تر پورته کولو وروسته په پېښور کې مطبوعاتو ته وويل چې دوی به کوښښ کوي ټول سياسي ګوندونه يو شان په دې ټاکنو کې برخه واخلي او چا سره کمی یا زیاتی ونه شي.

هغه زياته کړه: ((انتخابات بايد په خپل وخت او شفاف وشي. هر چاته بايد په سمه طريقه موقع ملاو شي. پوره امنيت به ورته ورکوو تولو سياستوالو ته. چا سره به امتيازي سلوک نه کېږي. موږ به د امنيت لپاره د ټولو امنيتي ځواکونو او پوليسو په مرسته يو خوندي ماحول جوړوو ځکه چې دا ډېرې مهمې ټاکنې دي. چې داسې وشي نو دې سره به شفافې ټاکنې يقيني شي.))

پخوانی جسټس دوست محمد خان په بنو کې زيږيدلی دی. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د پېښور هايي کورټ چيف جسټس او په ۲۰۱۴ کال کې د سپريم کورټ جسټس شو. په ۲۰۱۸ کال کې له دغې دندې ريټايرډ شو.

په پاکستان کې پارليماني ټاکنې د جولايي په پنځه ويشتمه کېږي. د انتخاباتو د کمېشن يو چارواکی، خورشيد عالم وايي امېدوارانو يا کانديدانو خپل کاغذونه جمع کول پېل کړي دي.

د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی نوم د انتخاباتو کمېشن له خوا غوره شو. د دې وجه دا وه چې د دغه صوبې حکومتي او اپوزيشن ګوند د کوم کس په نامه سلا نه شول.

XS
SM
MD
LG