د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناصر الملک د لنډ مهالي وزيراعظم لوړه وکړه


پخواني مشر قاضي ناصر الملک
پخواني مشر قاضي ناصر الملک

پخواني مشر قاضي ناصر الملک نن (جمعه) په اسلام اباد صدارتي ماڼۍ کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین څخه د لنډمهالي وزيراعظم په توګه لوړه وکړه. نوموړی به تر راتلونکیو ټولټاکنو پورې د لنډمهالي وزيراعظم څوکۍ سمبالوي.

د ېادونې ده چې تيره شپه دولس بجې د پاکستان وفاقي حکومت پنځه کلنه اییني موده پای ته ورسيده او شاهد خاقان عباسي د اتلسم (۱۸) منتخب وزیراعظم په توګه لس (۱۰) میاشتې خپله دنده ترسره کړه.

بېګا د قامي، پنجاب او بلوچستان اسمبلیانو د پنځه کلنې دورې له بشپړېدو سره تحلیل شوې. د سیند او خیبر پښتونخوا د اسمبلیانو موده په دوشنبه سر ته ورسېده.

ناصر الملک د ۱۹۵۰ ز کال پر ۱۷م اګست د خېبرپښتونخوا د سېلانۍ سیمې سوات ضلعې په مېنګوره ښار کې زوکړی چې نن يې د پاکستان اووم (۷) لنډ مهاله وزيراعظم په توګه سوګند وکړ. لنډمهالی وزیراعظم او د هغه کابینه به د جولايي پر ۲۵مه له ایین سره سم پارلېماني ټاکنې کوي.

د پوځي واکمن پروېز مشرف له حکومته وروستو دا دوهم ځل دی چې جمهوري حکومتونه خپله موده سر ته رسوي او په ملک کې به د راتلونکي پنځه کالو لپاره انتخابات د جولايي په پنځويشتمه (۲۵) کېږي.

نور ولولئ

د پاکستان ټاکنو کمېشن د امېدوارانو لپاره نوې کاري ضابطه خپروي

ایا د پاکستان سږنۍ پارلېماني ټاکنې به وځنډېږي؟

XS
SM
MD
LG