د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ټاکنو کمېشن د امېدوارانو لپاره نوې کاري ضابطه خپروي


پاکستان کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.
پاکستان کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي، د نوماندانو لپاره نوې کاري ضابطه به په یوه اوونۍ کې خپره کړي.

د کمېشن ویاند الطاف احمد خان د پنجشنبې مازیګر مشال راډیو ته وویل، چې په چارشنبه د سیاسي ګوندونو استازي ورغلي ول او ورسره یې پر نوې کاري او اخلاقي ضابطې خبرې وکړې. دی وايي، د انتخاباتي کمېشن چارواکیو د سیاسي ګوندونو استازیو ته وویل چې پر یوه ورځ به په یوه حلقه کې یوازې یوه جلسه کېږي او نوماندان به د کمپاین پر وخت د خپل سیال د دین، رنګ، توکم (ذات یا نسل) په اړه بې احترامي نه کوي.

الطاف احمد وايي، سیاسي ګوندونو هم کمېشن ته ځینې مشورې ورکړې چې تر ارزونې وروسته به یې وروستۍ ضابطه اخلاق خپره کړي.

ده زیاته کړه چې کمېشن په پنجشنبه د انتخاباتو مهالوېش هم خپور کړی چې ورسره سم نن به د نوماندانو د رجسټرېشن اعلان او له سبا (جمعې) څخه د هغوی نوملیکنه پیلېږي. ټاکل شوې چې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخابات د جولايي پر ۲۵مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG