د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او باجوه د کاري پلان مسودې پر عملیکېدو ږغېدلي


افغانستان: ولسمشر اشرف غني او د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر باجوه
افغانستان: ولسمشر اشرف غني او د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر باجوه

افغان او پاکستانيو چارواکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کاري پلان مسودې پر عمليکېدو خبرې کړي دي. د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغان ولسمشر په بلنه نن کابل ته تللی و او هلته يې د ولسمشراشرف غني په ګډون له بېلابېلو افغان چارواکو سره وليدل.

د ولسمشر يوه وياند شاه حسېن مرتضوي نن مشال راډيو ته وویل، افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د کاري پلان مسودې د عملي کېدو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو ستنول یې مهې برخې دي.

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور نن سهار پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي ول چې هېواد يې غواړي د افغانستان د ملي وحدت حکومت، ناټو او امريکا په افغانستان کې سوله پرځای کړي.

ياده دې وي چې د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفارتخانې یو چارواکی د نوم نه ښودولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې جنرال باجوه به د خپل یو ورځني سفر پرمهال له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو سره ویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د شپږو کاري ډلو په ګډون پر بېلا بېلو چارو خبرې کوي. دا هغه شپږ کاري ډلې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدو په هدف د پخوانیو ملاقاتونو پرمهال ورباندې اتفاق شوی وو.

نور ولولئ

زاخېلوال: د سولې لپاره تر "پردې شاته" ډېرې هڅې روانې دي

د پاکستان - افغانستان اړيکې او د طالبانو اوربند

XS
SM
MD
LG