د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: د سولې لپاره تر "پردې شاته" ډېرې هڅې روانې دي


زاخېلوال وايي، له پاکستان سره د لوړې سطحې خبرې روانې دي

پراګ ـ په اسلام اباد کې افغان سفیر د سولې لپاره له طالبانو او پاکستان دواړو سره خبرو ته محتاطانه هیله مندي ښيي.

حضرت عمر زاخېلوال د جون پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په ټېلېفوني مرکه کې وویل، له طالبانو سره د خبرو هڅې ګړندۍ شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جون پر نهمه طالبانو د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

تر دې مخکې د جون پر اوومه افغان ولسمشر اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې له ۲۷مې روژې څخه د کوچني اختر تر پینځمې یو اړخیزه اوربند اعلان کړ.

حضرت عمر زاخېلوال وايي، تر "پردې شاته کافي اندازه هڅې" روانې دي چې د ده په وینا مثبته نتیجه به ورکړي.

ده البته د دې هڅو په اړه له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

افغان سفیر په راولپېنډۍ کې له پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه سره ویني
افغان سفیر په راولپېنډۍ کې له پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه سره ویني

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو هم د ولسمشر تر اعلان وروسته د جون پر اوومه په بیان کې وویل، د افغان حکومت له خوا د اوربند پابندي به کوي.

خو امریکايي ځواکونو او افغان حکومت دواړو ویلي ول چې د اوربند یوازې د طالبانو لپاره دی او د اسلامي دولت یا داعش او القاعدې پر ضد پوځي عملیات به دوام ولري.

د اسلام اباد او کابل د لوړې سطحې خبرې

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لنډمهاله اوربند هرکلی کړی دی.

نوموړي د یکشنبې پر ورځ په چین کې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وویل، دا اوربند د سیمه ییزې سولې لپاره مثبت پیغام لري.

د پاکستان دولتي راډیو د ممنون حسین له خولې زیاتوي چې پاکستان او افغانستان د سولې او ثبات پر یوې جامعې تګلارې کار کوي.

افغان ولسمشر د جون پر اوومه اوربند اعلان کړ
افغان ولسمشر د جون پر اوومه اوربند اعلان کړ

تر نوموړي وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د کابل او اسلام اباد تر منځ د سولې او یووالي د پلان یادونه وکړه او ویې ویل چې دا دواړو هېوادونو د مې پر ۱۴مه لاسلیک کړی دی.

د ارګ ووبپاڼې د جون پر ۱۰مه د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د اشرف غني د وینا متن خپور کړی چې پکې راغلي، افغانستان او پاکستان اوس د سولې او ثبات د جامع ستراتیژۍ پلان عملي کولو ته توجه ورکوي.

اوربند د سیمه ییزې سولې لپاره مثبت پیغام لري.
ممنون حسین

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي چې د دې پلان د عملي کولو لپاره له پاکستان سره د لوړې سطحې خبرې روانې دي.

زاخېلوال زیاتوي، ډېر داسې څه شته چې رسنیو ته یې په اړه معلومات نه ورکوي خو هیله من دی چې له اسلام اباد سره خبرې به ښې نتیجې ولري. ده البته زیاته کړه چې د سولې لپاره اصلي او مهم اقدامات بین الافغاني دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هڅه کوي چې د حکومت او طالبانو اوسنی اوربند نور هم وغځوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG