د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان - افغانستان اړيکې او د طالبانو اوربند


د پاکستان او افغانستان بېرغونه
د پاکستان او افغانستان بېرغونه

د جون په دولسمه د افغانستان حکومت د هغه اته ورځني اوربند لومړۍ ورځ ده چې د طالبانو په وړاندې يې اعلان کړی او د اختر تر پنځمې ورځ دوام وکړي. طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر درې ورځې جنګ بندي اعلان کړې ده.

د افغانستان د چارو امريکايي پوه، بارنټ روبين د جون په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې اوربند د پاکستان، امريکې، افغان او نورو خواوو ترمنځ د پرله پسې کار نتيجه ده. ((په لومړي سر کې داسې ښکارېدله چې اوربند د ولسمشر غني له خوا يوه ناڅاپي شوې خبره وي خو اوس داسې ښکاري چې د دې لپاره ډېر تياری شوی دی. چين او امريکا د افغان او پاکستاني چارواکو په مذاکراتو کې د څارونکو په توګه ناست وو. داسې ښکاري چې دا هر څه د دغو ټولو په مشوره روان دي.))

طالبان ټينګار لري چې د امريکايانو سره خبرې کول غواړي نو پکار ده چې واشنګټن دريځ نرم او د طالبانو ځينو مشرانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو تر څنګ موازي خبرې پېل کړي.
احمد رشيد

په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر نسکورېدو وروسته او روانو جګړو تر پېلېدو راهيسې دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او طالبان په جنګ بندۍ سلا کېږي.

تر دې ځايه شوی پرمختګ څنګه ممکن شو؟

  • می ۱۸: د افغانستان او پاکستان بهرنيو چارو مرستيل وزيران د دوه اړخيزو اړيکو سمولو او ترهګرۍ ځپلو لپاره د شريکو کاري کمېټو په جوړولو سلا شول
  • جون ۷: د امريکې بهرنيوو چارو وزیر مايک پومپيو د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره پر ټيليفوني خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد هلو ځلو وغږېد
  • جون ۷: افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو اړخيز ډول طالبانو سره د روژې له ۲۷مې د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ
  • جون ۸: د امريکې مرستيال ولسمشر مايک پينس د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک سره پر ټيليفون د افغانستان امن په اړه خبرې کړې وي.
  • جون ۹: طالبانو د افغان حکومت سره له خپل اړه د اختر لومړۍ درې ورځې جنګ بندي اعلان کړه
  • جون ۱۰: په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال مشال راډيو ته وويل چې طالبانو سره خبرو لپاره د پردې تر شا ډېرې هڅې روانې دي.
  • جون ۱۱: افغان ولسمشر محند اشرف غني د خرقې شريفې پرانيستلو او سولې لپاره دعا لپاره کندهار ولايت ته ولاړ
  • جون ۱۲: د رپورټونو ترمخه د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه کابل ته سفر لري
احمد رشيد
احمد رشيد

څيړونکی احمد رشيد وايي هيله لري چې دا وروستئ هلې ځلې به طالبانو سره عملي خبرو ته لار هواره او جګړه کمه کړي. (( موږ ټولو له ډېر وخت راهيسې داسې انتظار درلود چې پاکستان به پر طالب مشرانو د مذاکراتو پېلولو لپاره فشار واچوي. اوس هيله لرو چې موږ پر سمه خوا روان يو. هيله لرو چې د طالبانو درې ورځنی اوربند لا نور وغځېږي. دا امېد هم لرم چې په همدغه مهال کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پېل شي.))

پاکستان او نړيوال خړ ليست

دا پرمختګونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پېسو په ليږد راليږد نظر ساتونکې، نړيواله اداره، فايننشل ايکشن ټاسک فورس په روانه مېاشت کې پرېکړه کوي چې پاکستان د هغو هېوادونو په خړ ليست کې شامل کړي کنه چېرته چې سخت دريځې ډلې په اسانۍ پېسې پېدا کولی شي.

څيړونکي بارنټ روبين مشال راډيو ته وويل که پاکستان له دې ليست څخه بچ کېدو لپاره د امريکې او افغانستان سره د طالبانو مذاکراتو له لارې د سولې لپاره موقتي مرسته هم کوي، نو مانا دا چې دوی په خپلو پاليسيوو کې يو څه بدلون کړی دی نو ځکه بايد ورته په محتاط ډول په مثبت نظر وکتل شي.

XS
SM
MD
LG