د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان او افغانستان اړیکې په ښه کېدو دې'


د پاکستان د بهرنیو چارو وزات وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاري پراخولو په اړه ولسشمر اشرف غني د پاکستان د تجویزونو ستاینه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر لخوا دا ستاینه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د اسلام اباد او کابل اړیکې له کړکېچ سره مخامخ دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل وویل چې پاکستان له افغانستان سره ګټه ورې اړیکې غواړي او دې لړ کې د اعلی سطحې پلاو د کابل سفرونه هم کړي دي.

نوموړی وویل، د اکتوبر په میاشت کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باوجوه خارجه سېکټرې تهمینه جنجوعه او د ایی اېس ایی مشر لېفټېننټ جنرل نوید مختار کابل ته د دورې وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ همکاري پراخولو لپاره د پاکستان لخوا پنځه کاري ګروپ جوړېږي.

ده وویل د دغه سفر په تناظر کې د پاکستان د تجویز په بنیاد پنځه ډلې جوړې شوې.

نوموړی وویل، په دې لړ کې د افغانستان ولسمشر د اسیا زړه کانفرانس ته د خطاب پر وخت د پاکستان د دې جامع تجویز ستاینه کړې ده.

ده وویل،د دې مقصد د ترهګرۍ پرضد دواړو ملکونو ترمنځ همکاري کول، استخباراتي مالومات شریکول، پوځي،معاشي، تجارتي اړیکې د مهاجرینو د ستنېدل او رابطې سیوا کول دي.

نوموړی زیاتوي، سږ کال اړیکې ښې کولو په غرض د پاکستان سیاسي او پوځي پلاو د کابل سفرونه کړې دي.

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال رحیم الله یو سفزی وایي چې اوس پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد کاروایې او افغانستان له پاکستانه د طالبان د مزاکراتو مېز ته د راوستو لوظونه د پوره کولو تمه لري.

نوموړی وايي،کله چې د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د کابل سفر کړې وو او هلته د افغان دولت چارواکو او بیا په خاص توګه له اشرف غني سره یې ملاقات شوې وو نو موږ دا ګورو چې اړیکې لا په مکمل توګه ښه نه دي خو څه نا څه ښه والې راغلی دی.

نوموړی زیاتوي, د ولسمشر اشرف غني رویه کې هم بدلون راغلی دی او اوس پر پاکستان ډېر انتقاد نه کوي.

ده وویل، د دوی ترمنځ چې یو بل سره لوظونه شوې دي نو اوس دواړه منتظر دي چې د هغه وعدو پوره کولو کار پیل شي.

افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر او د بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وایي پاکستان دې اول د تجارت لپاره لارې خلاصې کړي او ورسره دې افغان مهاجرینو له اسانتیاوې ورکړي نو بیا د افغانانو څه نا څه اعتماد بحالیداې شي.

نوموړی وايي،د کاري ډلو په اړه دا یو ډېر ښه ګام دی خو په دې کار نه کېږي ولې پخوا هم داسې کاري ډلې جوړې شوې وې، داسې ډلې غونډې وکړي، بیانونه وکړي خو د هغې وروسته بیا مخکې څه کار نه وي روان.

په افغانستان کې چې ځمکنې حقیقتونه دي چې هغه تر څو پورې تسلیم نه شي او هلته تر څو پورې مبارزه روانه وي نو د پاکستان او افغانستان د اړیکې په مکمل توګه نه شې جوړېدای.

تېره اونۍ د افغانستان اووه کسيزې یو لوړ پوړي عسکري پلاوي د پاکستان دوره کړې وه او پاکستاني عسکري مشرولې سره یې د ترهګرۍ او امنیت په ګډون په دوه اړخیز معاملو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG