د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ډله ییز برید، ۱۵ تنه ژوبل


د ننګرهار نقشه
د ننګرهار نقشه

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې د وسله والو یوه حمله ناکامه شوې او بریدګر وژل شوي دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل،لومړي بریدګر د پوهنې ریاست ته څېرمه په ځان پورې تړلي باروت وچول، دوهم یې د طب پوهنځي ته څېرمه د امنیتي ځواکونو له لورې تر ټپي کېدو وروسته برید ترسره کړ او درېم یې د امنیتي ځواکونو له لورې په ډزو وژل شوی دی.

په پېښه کې ۱۵ کسان ژوبل شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG