د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د اختر لومړۍ درې ورځې اوربند اعلان کړ


د افغانستان ولسمشر اشرف غني او په دې هیواد کې وسله وال طالبان
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او په دې هیواد کې وسله وال طالبان

د افغانستان د سولي عالي شورا د افغان حکومت د اوربند غوښتني ته د طالبانو له لوري د مثبت ځواب ویلو هرکلی کړی دی.

د سولي د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري نن مشال راډیو ته وویل چې دغه لنډمهاله اوربند کولای شي چې په دایمي اوربند او په هیواد کې د جګړې د ختمیدو سبب شي.

سید احسان طاهري، “ زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې د اوربند دوام ولرو ځکه چې دا د افغانستان د خلکو هیله ده چې جګړه ختمه شي.”

ده وویل،“ هیله ده چې دا ګام د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل او د باور رامنځته کولو لپاره مهم اقدام وي چې سږکال په افغانستان کې د دایمي سولي اوثبات د یوه پیل شاهد اوسو.”

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوي ویلي چې افغان حکومت باید دې ته پام وکړي چې نورې تخریبکارې ډلي دغه اوربند ته زیان وانه ړوي .

دا له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د ولسمشر اشرف غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.

د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د وړوکي اختر د لومړیو درې ورځو د ښه تېردو په خاطر اوربند کوي.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان به په دې درې ورځو کې پر افغان ځواکونو بریدونه نه کوي خو وايي پر نړیوالو ځواکونو به د دوي حملې روانې وي.

د وسله والو طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوي په خپلو زندانونو کې څېړنې کوي او هغه بندیان به خوشي کړي چې له حکومت سره د نور کار نه کولو په اړه دوي ته باور ورکړي.

د طالبانو له خوا په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ویلي چې دوی به حتا د زندانیانو کورنیو ته د خپلو دوستانو د ملاقات زمینه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د تېرې پنجشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د دروژې میاشتې له ۲۷نه د اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ.

د ولسمشر غني لخوا د اوربند دغه اعلان په کور دننه او بهر له پراخ هرکلي سره مخ شو.

په افغانستان د امریکایي او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نکولسن هم ویلي چې د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا له طالبانو سره د اعلان کړې جنګ بندۍ پر مهال به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عملیات زیات کړي.

نوموړي په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې د جون په اتمه خبریالانو ته ویلي چې له طالبانو او حقاني شبکې سره د اوربند پر مهال به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عملیات نه یوزاې دوام ولري بلکې زیات به شي.

XS
SM
MD
LG