د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګیلا مېرکل: روس په جي اووه ډله کې نشي شاملېدای


د جرمني وزیراعظمه انګیلا میرکل

ځېنو مغربي هېوادونو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وړاندېز رد کړې چې نوموړي د نړی په اوو سترو صنعتي هېوادونو سازمان یا جي سیون کې د روس بیرته شاملولو په اړه کړی وو.

د جرمني وزیراعظمي انګیلا میرکل ویلي، دا کار تر هغه نشي کیدای تر څو چې د اوکراین په ختیځ کې د شخړې په هوارولو کې پرمختګ نه وي شوی.

نوموړې دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې پرون ناوخته د کاناډا په کوبېک ښار کې د جي سیون هېوادونو غونډه پیل شوه.

انګیلا میرکل زیاته کړه چې په جي سیون کې شامل د اروپايي اتحادیې څلور غړي هېوادونه تر غوندې وړاندې پر دې سلا شوي دي چې له اوکراین سره تړلې مسلو هوارولو کې تر مهمه پرمختګ پورې روس په جي سیون سازمان کې نشې شاملیدای .

شاوخوا څلور کاله وړاندی د اوکراین په کرایمیا سیمه تر ولکې ټینګولو او بیا د اوکراین په ختیځ کې د جګړو پېلیدو وروسته روسیه له جي سیون سازمان څخه ویستل شوه. د اوکراین په جګړه کې تر لسو زرو زیات کسان وژل شوې دي.

روس تر هغه وروسته چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د کرېمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه بېل او له ځان سره يو ځای کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شو.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG