د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام وايي ایران د دوی خاوره کې پوځي هډې نه لري


د شام د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وايي چې ایران د دوی په هېواد کې هېڅ پوځي اډه نه لري.

المعلم د جون په دوهمه خبریالانوته وویل چې د ایران پوځي سلاکاران د شام د حکومت په بلنه، د شام د حکومتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي.

د اسرایيل حکومت په مکرر ډول په شام کې د ایران د دایمي موجودګۍ پر ضد خبرداری ورکړی دی. خو د شام د بهرنیوچارو وزیر ویلي چې د اسرایيلو ادعاوې حقیقت نه لري او غواړي چې خپل سيال، ایران په دې ډول تر فشار لاندې کړي.

په شام کې د بشار السد د رژیم د مخالفو وسله والو پرضد په جګړه کې د څو ایراني عسکرو او منصبدارو د وژل کېدو رپوټونه خپاره شوي دي. اسراییل په مې میاشت کې وویل چې د ګولان په لوړو کې د اسراییل پر هډو د ایران له لوري د یوې راکټي حملې په ځواب کې يې هوايي حملې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG