د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني پرلتوال د هدفي وژنو پای غواړي


په وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد مظاهره.
په وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد مظاهره.

په شمالي وزیرستان کې د اوسنیو هدفي وژنو پرضد ولسي پرلت نن پر درېمه ورځ هم دوام لري. په میرعلي ښارګوټي کې د دغه احتجاج موخه پر دولت فشار راوړل دی چې په دا نېږدو کې هلته بیا بیا د هدفي وژنو سرغنه ونیسي. د پرلتوالو وینا ده تر هغو به ناست وي چې ځواکمن پاکستاني پوځ ورته د ژغورنې ډاډ نه وي او په هدفي بریدونو کې د وژليو کسانو وژونکي یې موندلي نه وي او سزا یې نه وي ورکړې.

پاکستانی پوځ ادعا کوي چې د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په پیل شويو ضرب عضب عملیاتو کې یې سیمه له ترهګرو پاکه کړې او هلته یې امن راوستی دی خو په دا نېږدو کې هلته بیا د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې او د راپورونو له مخې وسله وال طالبان بیا ترسترګو کېږي.

په هغو پوځي عملیاتو کې تر یو میلیون زیات ځايي وګړي بې کوره کړل شول او د میرعلي او میرامشاه اباد بازارونه، لویه کاروبارونه، سمسورې کروندې او باغونه له خاورو سره خاورې کړل شول.

اوسني احتجاجونه هله پیل شول چې په میرعلي او میرامشاه کې د تېرې اونۍ په وروستیو کې درې مخور ځايي کسان په خپلو کورونو کې دننه ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل.

پرلتوالو ته په خپله وینا کې شفقت داوړ وویل چې پاکستان یو ایین لري لري، هر ښاري ته یې خپل حقوق ورکړي، خو له بده مرغه د وزیرستان ولس په برخه تش وژني رسېدلې، چې نور د زغملو نه دي.

د نوموړي وینا وه چې سیمې ته امن بیا راغلی دی او نن دولت زمه واري دي چې دغلته پوره پوره امن خور کړي، او د ولس ژوند وژغوري. پاکستاني دولت خو ټولې نړۍ ته ویل چې دوی وزیرستان له وسله والو پاک کړی دی او امن راغلی دی، خو د کډوالو د ستنېدو لا یوه کال نه دی شوی چې نامني بیا خوره شوه، وسله والې ډلې بیا راغلې.نو دا ډلې له کومه راغلې؟ څوک دي؟

داوړ وویل، (دا ځل که څوک بې ګناه ووژل شو، نو تاسو به يې نیسئ، څوک چې موږ وژني.)

د شمالي وزیرستان یو ځايي خبریال احسان داوړ وايي، چې د عملیاتو پس دولت د پرامنه وزیرستان ادعاوې کولې، نو په دا وروستیو کې چې دغلته ناامنۍ زیاتې شوې، نو ځايي خلک به له دولته ارومرو د ځان او مال ژغورنې غوښتنې کوي. نوموړی وايي چې دغه لاریون د وزیرستان ځوانانو تنظیم تر سیوري لاندې دوام لري، دغه خلک له دولته د امن غوښتنه لري، د ضرب عضب عملیاتو پس په وزیرستان کې مثالي امن خور شو، چې خلک ورته ډېر خوشاله ول، ځکه چې په وزیرستان کې خلک له تېرو دوو لسیزو بدامنۍ ځپلي دي، خو په دا وروستیو کې چې دغلته بیا ناامني خوره شوه او خلک په هدفي وژنو کې ووژل شول، نو په ولس کې وېره ترهه خوره شوه، خلک اندېښمن شوي، نو په داسې حال کې به ځايي ولس له دولته د ځان ژغورنې غوښتنې کوي، او دولت ادعا کوي، چې په سیمه کې يې واک مضبوط شوی دی، نو باید د ولس ژغورنې باور ورکړي.

میرعلي پولیټیکل انتظامي چارواکو د نوم نه خودلو په شرط مشال ته وویل چې پولیټیکل ایجنټ آیاز خان او نور چارواکې میرعلي ته راغلي او له سهاره یې له مظاهره کونکیو سره مذاکرات کوي، خو لا هم پرمختګ نه دی شوی، او خلک په پرلت ناست دي.

چارواکو وویل چې نن کرفیو لګول شوې، چې ټول وزیرستان کې دوام لري، خو د کرفیو باوجود نن هم ځايي خلک په میرعلي چوک ناست دي او احتجاج کوي.

ځايي خلک ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې په دا وروستیو کې یو ځل بیا ناامني زیاتې شوې، او په تېره یوه میاشت کې دغلته اووه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي، دوه سکولونه په چاودنو ړنګ کړل شوي، او پر امنیتي سرتېرو هم بریدونه شوي.

XS
SM
MD
LG