د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د پاکستان سږنۍ پارلېماني ټاکنې به وځنډېږي؟


په پاکستان کې پارلېماني انتخابات په ۲۰۱۳ز کال کې شوي ول
په پاکستان کې پارلېماني انتخابات په ۲۰۱۳ز کال کې شوي ول

پراګ - د مې پر ۳۱مه د پنجاب نګران حکومت مشرۍ ته نوماند ناصر محمود کوسه د وزیراعلا څوکۍ له سمبالولو پشا شو ځکه چې تحریک انصاف د نوموړي له نوماندۍ څخه لاس واخیست.

تر دې مخکې په خیبر پښتونخوا کې هم تحریک انصاف او جمیعت علمای اسلام (ف) تر مشورو وروسته د نګران وزیراعلا په توګه د منظور اپریدي په نوم سلا شوي ول خو تحریک انصاف له هغې هم پشا شو.

په عین حال کې بلوچستان اسمبلۍ تر اګسته پورې د انتخاباتو د ځنډولو قرارداد منظور کړی او په پنجاب کې د نویو انتخاباتي حلقه بندیو پر سر اختلافات پیدا شوي او اسلام اباد هایکورټ د ځېنو ضلعو د نویو حلقو امر فسخه کړی دی.

دا حالات کوم لوري ته روان دي او ایا دا به د جولای پر ۲۵مه د پارلېماني انتخاباتو مخې ته خنډ ولاړ کړي او که نه؟

په پاکستان کې د پارلېماني چارو او روڼوالي انسټیټيوټ (پېلډاټ) یو چارواکی احمد بلال محبوب د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، داسې اندېښنه نه لري چې روانې سیاسي چارې به د انتخاباتو د ځنډېدو لامل شي.

ه پاکستان کې ټول متفق دي چې انتخابات باید پر ټاکلي وخت وشي.
سرور باري

محبوب وايي، ځېنې کسان چې په انتخاباتو کې د بریا هیله نه لري، هغوی د دې د ځنډولو یا انتخاباتو ته د تاوان رسولو خبره کوي چې دا زیات ارزښت نه لري.

محبوب وايي، په وفاق کې د نګران حکومت جوړولو کار په ښه توګه تر سره شو او صوبې لا وخت لري چې دا کار وکړي نو ځکه دومره لویه ستونزه نشته چې ګواکې د پارلېماني انتخاباتو د ځنډولو لامل دې شي.

دی زیاتوي چې که سیاسي ګوندونه د نګران حکومت پر جوړولو سلا نه شي نو بیا معامله پارلېماني کمېټۍ ته ځي او که هلته هم کار ونشي نو الېکشن کمېشن مسله هواروي.

اړوند موضوعات:

وفاقي حکومت او قامي اسمبلۍ د مې ۳۱مې پر شپه تحلیلېږي

پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره انتظامات بشپړ شوي

ندیم قاسم: انتخاباتو کې مو د مېرمنو برخې زیاتولو لپاره ګامونه پورته کړي

د ازادو او شفافو انتخاباتو ادارې (فافین) عمومي سېکرټر سرور باري وايي، په ۲۰۱۳ز کال کې هم د لنډمهاله حکومتونو د جوړېدو پر وخت ورته خبرې شوې وې:

((د بلوچستان اسمبلۍ له لوري د انتخاباتو ځنډولو قرارداد ناسم دی. دویمه دا ده چې د پارلېمان او صوبايي اسمبلیو ټولو غړو ته معلومه وه چې په جولای کې به ټاکنې کېږي. نو څوک چې داسې خبرې کوي هغوی یا خو تیار نه دي، یا د یوه سازش برخه جوړېدل غواړي. خو په پاکستان کې ټول متفق دي چې انتخابات باید پر ټاکلي وخت وشي.))

باري زیاتوي چې له انتخاباتي کمېشن سره د حلقه بندیو د مسلې هواري لارې هم شته.

انتخاباتي کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د ټولټاکنو لپاره تیارۍ کړې دي.

XS
SM
MD
LG