د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پارلیماني ټولټاکنو لپاره انتظامات بشپړ شوي


تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې پارلېماني انتخابات شوي ول
تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې پارلېماني انتخابات شوي ول

پراګ ـ د پاکستان د انتخاباتو د کميشن ویاند وايي، په هېواد کې يې د پارليماني ټاکنو لپاره انتظامات کړي دي.

الطاف احمد د خالي پر ورځ، دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې ولسمشر ممنون حسين د وفاقي حکومت له خوا وراستول شوی مکتوب لاس لیک کړ چې تر مخې به یې د ۲۰۱۸ کال پارلیماني انتخابات د جولای په ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

الطاف احمد زیاته کړه، د انتخابي قانون له مخې الېکشن کمېشن ددې خبرې پابند دی چې د ولسمشر د لاس لیک نه پس په ۷ ورځو کې دننه د انتخاباتو مهال وېش اعلان کړي. نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېښن به په څو ورځو کې دننه دغه اعلان وکړي.

انتخاباتي بجټ

د عملې د تنخواګانو، ټاکنيزو موادو، امنيت، ټرانسپورټ او تر دوو کالو پورې د ضمني ټاکنو د مالي لګښت لپاره وفاقي حکومت ۲۰ اربه روپۍ انتخاباتي کميشن له ورکړې دي.

د االطاف احمد په خبره د ۲۰۱۸م کال پارلیماني ټاکنو لپاره ځينې داسې انتظامات شوې دي چې دا د دغه هېواد په انتخابي تاريخ کې په لومړي ځل ترسره کېږي.

د ووټ پرچې یا بيلټ پيپر

په ټاکنو کې د درغليو او جعلي بيلټ پيپرو د مخنيوي لپاره د ۲۰۱۸م کال ټاکنو کې د کارول کېدو بيلټ پيپر لپاره کاغذ د فرانسې او برطانیې نه راوړل شوې دې. بيلټ پيپر به لکه د کرنسۍ د نوټونو غوندې وي چې جعل کاري به يې ممکنه نه وي.

د انتخاباتي سامانونو لېږدول

د پاکستان هغه سیمې چرته چې رسېدل ډير ګران وي، د الېکشن کمېشن په خبره هغو سیمو ته انتخاباتي سامانونه وار له مخې رسول شوي دي او ځينې هغه چې وخت نه مخکې یې تر سیل ضروري نه وي هغه به د ټاکنو نه څو ورځې مخکې ورسیږي، لکه بيلټ پيپرې او سیاهي.

انتخابي عمله

د ۲۰۱۸م کال د ټاکنو لپاره لس لکه عمله روزل شوې ده چې دا ټاکنې به سر ته رسوي. په دې کې پريزايډنګ ، ريټرننګ او مانيټرنګ افسرانو سره سره اضافي کاروکونکي هم شامل دي. په دې کې به اته نيم لکه د ټاکنو عمله او نور امنيتي کارکونکي وي.

د ووټ اچولو لپاره برېښنايي ماشينونه

د ۲۰۱۸م کال پارليماني ټاکنې به په زړه روايتي طريقه کار کولې شي. که څه هم انتخابي کميشن د ووټونو لپاره برېښنايي ماشینونه ترلاسه کړي دي خو د قانون له مخې د ضمني او نورو انتخاباتو د نتایجو د مخې ته راتلو نه پس به پارلیمان د دې منظوري ورکوي چې ایا دغه برېښنايي ماشینونه کارول کېدی شي او که نه؟ الېکشن کمېشن وايي په ازمېښتي توګه به د برېښنايي ماشینونو استعمال روان وي.

د ووټونو نتيجې

الېکشن کمېشن په لومړي ځل د سمارټ فون په زريعه يو نوی نظام متعارف کوي. ددې نظام له مخې به د ووټونو ختمېدو نه پس انتخاباتي افسر د سمارټ فون په زريعه د نتيجې د پرچۍ تصوير اخلي او د الېکشن کمېشن مرکزي دفتر ته به يې استوي. د دې نظام په زريعه به په انتخابي نتيجو کې ردو بدل کول نا ممکنه شي. ،

د مېرمنو د رایه ورکونې باوري کول

د نوي انتخابي قانون له مخې د قامي او صوبايي اسمبلۍ په هره حلقه کې د اچول شویوو ووټونو لس په سلو کې به یې خامخا د مېرمنو وي، که داسې ونه شوه نو د هغه حلقې نتیجه به مسترد کېږي.

د ووټونو راجسټريشن

الېکشن کمېشن د پاکستان په ۱۰۳ انتخابي حلقو کې د ووټونو د رجسټريشن کمپاين چلولی وو خو اوس هم پکار ده چې مدني ټولنه او عام ولس په خپلو کورونو کې، کليوالو او ښاري سیمو کې خلک دې ته وهڅوي چې خپل ووټونه راجستر کړي.

نړيوال مبصرين او ميډیا

اليکشن کميشن وايي چې د ۲۰۱۸م کال د پارليماني ټاکنو لپاره به بهرني مبصرين او ميډیا د دغه هېواد خارجه وزارت سره رابطه کوي او هغوی به ورله اجازت نامه ورکوي

ځايي مبصرين او ميډیا

ځايي مبصرین او د رسنیو استازي دې د پرېس انفارمېشن څانګې سره په تماس کې شي څو هغوی ورته اجازت نامې ورکړي.

XS
SM
MD
LG