د لاسرسي ځای

تازه خبر

ندیم قاسم: انتخاباتو کې مو د مېرمنو برخې زیاتولو لپاره ګامونه پورته کړي


په پاکستان کې د انتخاباتو د بهریر پخوانی عکس
په پاکستان کې د انتخاباتو د بهریر پخوانی عکس

د پاکستان د انتخاباتو کمېشنوايي ، په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د مېرمنو د برخې زیاتولو لپاره له ټاکلو اصولو پر سرغړونه به سترګې پټې نکړي.

د یاد کمېشن ویاند ندیم قاسم د سه شنبې ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل که کومو ګوندونو د انتخاباتو کمېشن پر دې اصولو عمل ونکړ نو پرضد به یې ګامونه پورته کېږي.

ده وویل ، کوم ګوند چې پر عامو چوکیو مېرمنو ته پنځه فیصده برخه ورنکړي نو هغه ګوند ته به انتخاباتي نښه یا سمبول نه ورکول کېږي. او که پر کوم پولینګ سټېشن د ټولو اچول شوو رایو لس فیصده د مېرمنو ووټونه نه وي نو پر هغه ځای به انتخاب له سره کېږي.

ندیم قاسم وویل د انتخاباتو کمېشن د دې ترڅنګ نورې هڅې هم کړې دي.

ده وویل، “موږ په ټول ملک کې ۱۰۳ داسې ضلعې په ګوته کړې چې د مېرمنو رجسټرېشن کم پکې شوی وو. بیا مو له نادرا او ځايي غیرحکومت سازمانونو سره په ګډه هڅې وکړې چې د ووټونو په لسټونو کې د مېرمنو شمېر زیات کړو ، دا ځکه چې د نارینه پرتله د ښځو نوم لیکنه کمه شوې وه.”

د خیبر پښتونخوا دیر یو له هغو سیمو ده چې په وار وار پکې د مېرمنو پر ووټ اچولو بندیز لګول شوی دی.

شاد بېګم
شاد بېګم

له دې سیمې سره اړه لرونکې د بشري حقونو مبارزه شاد بېګم وايي حکومت باید دې ته هره ممکنه زمینه برابره کړي چې مېرمنې په پراخه کچه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

شاد بېګم وویل، “حکومت په هغو سیمو کې چې خلک یې مېرمنې داسې ځای ته نه پرېږدي چېري چې نارینه وي نو حکومت حکومت ورته ښځینه پولینګ سټېشنونه او پر هغوی د ښځینه کارکوونکو بندوبست وکړي نو زما په خیال مېرمنې به په لوی شمېر په انتخاباتو کې برخه واخلي.”

د مېرمنو د حقونو لپاره د پوهاوي خپرولو فعالې ګلالۍ اسماعیل وايي د مېرمنو ووټ اچول په ملک کې د جمهوریت لپاره ډېر ضروري دي.

ګلالۍ اسماعیل
ګلالۍ اسماعیل

ګلالۍ اسماعیل وویل ، پښتانه باید د کلتور په نامه مېرمنې له خپلو بنیادي حقونو بې برخې نکړي.

ګلالۍ اسماعیلزیاته کړه چې “په کوم ځای کې چې د مېرمنو پر ووټ اچولو له دې کبله بندیز وي چې ګواکې هلته مېرمنې له کوره نه وځي خو هم دغه مېرمنې بیا د کور په کارونو پسې بهر وځي ، په پټیو کې کار کوي ، په اوبو پسې وځي او غم ښادۍ کې له کوره وځي. نو اوس وخت بدل شوی دی موږ له نړۍ څخه تر شا نشو پاته کېدای.”

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د اوسني حکومت واکمني د مې پر ۳۱مه پای ته ورسېږي او عام انتخابات د جولايي میاشتې په منځ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG