د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت او قامي اسمبلۍ نن تحلیلېږي


په مینځ کې د پاکستان وزیر اعظم شاهد خان عباسي او د هغه د کابینې دوه وزیران.

نن د جمعې شپه پر دولس بجې د پاکستان وفاقي حکومت پنځه کلنه اییني موده پای ته رسېږي او د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کابینه او قامي اسمبلۍ به تحلیلې شي.

د پوځي واکمن پروېز مشرف له حکومته وروستو دا دوهم ځل دی چې جمهوري حکومتونه خپله موده سر ته رسوي.

د جمعې په ورځ به ولسمشر ممنون حسېن له نګران وزیر اعظم ریټایرډ جسټس ناصرالملکه سوګند اخلي او له دې وروستو به نګران وزیراعظم او د هغه کابینه په ۲۵ مه جولايي له ایین سره سمې ټولټاکنې کوي.

د ذکر ده وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د اتلسم منتخب وزیراعظم په توګه لس میاشتې خپله دنده ترسره کړه او تر هغه وړاندې پر دې چوکۍ د پاکستان مسلم لیګ ن مشر نواز شریف څلور کاله یوه میاشت درویشت ورځې وزیر اعظم پاته چې وروستو عدالت د شتمنیو پټولو په تور له خپلې دندې لیرې کړ.

هم دا رنګ د پاکستان پیپلز پارټۍ یوسف رضا ګیلاني له دوه زره اتم کاله تر د دوه زره دیارلسم کاله د پاکستان شپاړسم وزیراعظم په توګه خپله دنده ترسره کړه. نوموړی په دې عهده باندې څلور کاله دوه میاشتې او پنځه ویشت ورځي پاته شوی وو او دی هم د عدالت په سپکاوي نااهل وګرځولو.

تر یوسف رضا ګیلاني وروستو راجا پروېز اشرف د پاکستان اوولسم وزیراعظم په توګه خپله دنده نهه میاشتې او دوه ورځې ترسره کړه او دا رنګ يې پنځه کاله جمهوري حکومت پوره کړو.

اړوند موضوعات:

د پاکستان پارلېمان غړي د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي

له پاکستانیو پوځي چارواکو سره تر لیدو پس جیو ټي وي بحال

د خبریالانو خوندیتوب ادارې په پاکستان کې د مشال راډیو تړل غندلي

XS
SM
MD
LG