د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانیو پوځي چارواکو سره تر لیدو پس جیو ټي وي بحال


د پاکستان د يوې لويې ټېليويژنې شبکې جيو نيوز دوو سرچينو ويلي چې د هېواد په ځينو برخو کې يې تر هغه پس خپرونې بیا پیل شوې دي چې له پوځي چارواکيو سره په خبرو اترو کې خپلې سياسي خپرونې د هغوی په غوښتنه واړولې.

د جنګ ګروپ نامعلومو سرچينو په چارشنبه رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دوی په مات زړه (نارضامندۍ) د پوځ ډېری غوښتنې منلې دي خو زیاتوي چې موافقې ته وروستۍ بڼه نه ده ورکړل شوې او وضعيت لاهم جوت نه دی.

د جيو نيوز مشر مير ابراهيم رحمان د اپرېل پر پنځمه نېټه ويلي وو چې د پاکستان په ۸۰ فيصده سيمو کې يې خپرونې بندې کړل شوې دي. که څه هم د ناقدينو د ګنګوسو له مخې چې د دې ترشا د پوځ لاس دی خو د جيو نيوز چارواکو د نشرياتو بندېدو تور په ښکاره توګه پر پوځ نه دی لګولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG