د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلېمان غړي د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي


په پاکستان کې د پارلیمان یو شمېر غړي وايي پر رسنیو د بندېزونو لګولو طرفداره نه دي.
په پاکستان کې د پارلیمان یو شمېر غړي وايي پر رسنیو د بندېزونو لګولو طرفداره نه دي.

پراګ ـ د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي وایي، دوی به د داسې قانون جوړولو او یا د هغو ټولو ګامونو مرسته کوي چې په دغه هېواد کې په رسنیو د بندېزونو مخه نیسي.

دا به داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب ویلي چې په پاکستان کې د مطبوعاتو د سنسرشپ مسئله به په پارلمان کې وړاندې کوي.

د پيپلز ګوند سېنېټر بهرمند تنګي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل، ګوند یې په پاکستان د صحافت په ازادۍ یقین ساتي او د دغې لپاره په پارلمان کې داسې ټولو خبرو ته تیار دی چې د پاکستان د رسنیو ازادي یقیني کويک

((موږ په ټيليوېژن چینلو او ورځپاڼو د پابندیو غندنه کوو، که چېرې پارلمان ته په یو چېنل او یا یو اخبار د بندېز خبره راځي نو په پارلمان کې د دوی مشر سید خورشید شا به یي مخالفت کوي، او هم دغه یي د ګوند پالیسي ده.))

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، په پاکستان کې دا وخت په مېډیا ګڼ قدغنونه لګول شوي دي، چې پکې په یو شمېر سیمو کې د ډان ورځپاڼې په وېشلو او ترسیل بندیزونه هم دي.

وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د تېر خالي په ورځ خبریالانو ته په یو افطار پارټۍ کې وویل، پر مېډیا د غېر اعلانیه سنسرشپ له وجې یې حکومت اندېښمن دی.

بلخوا د بلوچستان یو ځایي خبریال شهزاده ذوالفقار وایي په دغه صوبه کې له وړاندې نه د مېډیا سنسرشپ روان دی.

((په سرکاري دفترونو کې د ډان ورځپاڼې یو غېر اعلانیه بایکاټ دی، په عمومي توګه هم په بلوچستان کې په رسنیو ډېر زیات بندیزونه دي. دلته حکومتي او ریاستي ادارې پر خپل ځان د تنقید سخت مخالفت کوي. ))

حو د پښتونخوا ملي عومي ګوند سېنټر عثمان کاکړ بیا وایي، موجوده حکومت د صحافت او رسنیو د ازادۍ په خبرو کې هغسې اختیار نه لري څنګ چې د دوی نه تمه کیږي:

((دا یو غېر اعلانیه سنسر شپ دی، ټولې مطبوعاتې ادارې د پوځ او ریاستې ادارو په کنټرول کې دي، د دوی د خوښې رلپورونه به خپریږي، ډېر خلک اوس لیکل هم نه کوي))

په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غړی ارباب عامر ایوب بیا وایي، باید رسنۍ هم د ځینو خبرونو په خپرولو کې له احتیاطه کار واخلي:

(( مېډیا باید ازاده وي او خپل رول ترسره کړي چې خلکو ته مالومات او انصاف تر لاسه شي، دوی د مېډیا د ازادۍ مرسته کوي. ))

بلخوا په ټولنیزو رسنیو هم خبریالانو له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې په مطبوعاتو د قدغنونو او بندېزونو لګولو خلاف یو مهم پېل کړی دی چې پکې خبریالان او د مدني ټولنې غړي په دغه هېواد کې په رسنیو د بندېزونو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG