د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب ادارې په پاکستان کې د مشال راډیو تړل غندلي

د خبریالانو د خوندیتوب ادارې – کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس – د پاکستاني حکومت له خوا هلته د مشال راډیو تړل کېده غندلي دي.

د یادې ادارې له خوا د جمعې په شپه له واشنګټن څخه په خپاره کړي بیان کې په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر بندول په پاکستان کې “د صحافت ازادۍ ته یو ګواښ” بللی دی.

د اسیا لپاره د یادې ادارې مشر سټیون بټلر په دې بیان کې ویلي دي چې مشال راډيو په پاکستان کې د مالوماتو یوه مهمه سرچینه ده.

سټیون بټلر ویلي چې مشال راډیو باید بې د حکومت له نور فشاره په دې هیواد کې خپل کار پر مخ وړلو ته پریښودل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزرات یوې ویاندې د جمعې په ورځ ناوخته ویلي چې دوی په دې اړه رپوټونه لیدلي دي او له پاکستاني حکومت سره يې خپله فکرمندي شریکه کړې ده .

یاد وزارت زیاته کړې ده چې امریکا په ټوله نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ مرسته کوي ځکه چې ازادې رسنۍ د جمهوري حکومت دارۍ اساس دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر وتاړی.

د مشال راډیو مشر محمد امین مدقق ویلي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي چې دا ګام یې د دې هېواد استخباراتي ادارې - ای ايس ای - د رپوټونو پر اساس اخيستی دی.

د یاد وزارت له خوا په ورکړل شوي بیان کې د مشال راډیو د دفتر تړلو لامل پر راډیو له نشرېدونکو خپرونو ناخوښي ښودل شوې او تور پورې شوی چې مشال راډيو داسې خپرونې کوي کومې چې د دې هېواد د ګټو پرضد دي.

د ازادې اروپا راډيو مشر تامس کینټ د پاکستاني حکومت دا ګام غندلی دی او ویلي یې دي چې

دوی د پاکستانيو چارواکو د ارادو په اړه په بېړنۍ توګه د زياتو معلوماتو په لټه کې دي.

تامس کینټ زياته کړې چې مشال راډيو په پاکستان کې د خپلو اورېدونکيو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې دا ستونزه به بې له څه ځنډه هواره کړل شي."

This item is part of
XS
SM
MD
LG