د اسراییلو ویز اعظم بنيامين نتنياهو ويلي، دی به په دې اړه چې ايران بايد په شام کې هېڅ پوځي شتون و نه لري، له اروپايي ځواکونو ملاتړ وغواړي.
نتنياهو وويل چې دی به راتلونکې اوونۍ اروپا ته د سفر پر مهال د جرمني او فرانس پر مشرانو په شام کې د ايران شتون کمولو پر مسئله ټينګار وکړي.
په وروستيو مياشتو کې د شام د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د حلب، دمشق او نورو شامي مرکزونو کنټرول په تر لاسه کولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
اسرایيلو خبرداری ورکړی چې ايران په شام کې خپل پوځي شتون پراخوي.