د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش او هندوستان پروړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن په کابل کې د يادو لوبډلو د اعلان پرمهال وویل چې د هند په وړاندې لومړنۍ او تاریخي ټيست لوبې او د بنګله دېش په وړاندې دریو شل اوریزو سیالیو ته ټول لوبغاړي د وړتیا او ښې کارکردګۍ له مخې ټاکل شوي دي.
وفادار مومند او دروېش رسولي دوه هغه نوي ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره به په ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ د جون له درېیمې نه تر ۷ نېټې پورې او د هند سره لومړنۍ تاریخي ټيست لوبه د همدې میاشتې له ۱۴ نېټې نه تر ۱۸ پورې په هندوستان کې ترسره شي.