د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوریایي ولسمشران: د اټومي وسلو پاکولو ته ژمن یو


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این ویلي دي، کوریايي ټاپووزمې د اټومي وسلو پاکولو ته ژمن دي.

کیم جونګ اون د شمالي کوریا لومړی واکمن دی چې په ۱۹۵۳م کال کې د کوریا له جنګو وروسته يې په جنوبي کوریا کې قدم کېښود.

دواړو مشرانو په یو شریک بیان کې ویلي، جنوبي او شمالي کوریا دا خبره تسلیموي چې له جوهري وسلو يې د کوریا ټاپو وزمې پاکول شریک مرام دی.

د دې په غبرګون کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د کوریا جنګ په ختمېدو دی.

له سرمشریزې وړاندې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ خبرداری ورکړ چې نړیواله ټولنه باید تر هغه وخته شمالي کوریا تر بندیزونو لاندې وساتي تر کومه چې يې په خپلو هلو ځلو کې کوټلي بدلونونه نه وي راوستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG