د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: له شمالي کوریا سره د سرمشریزه بحالۍ خبرې روانې دي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون سره د سرمشریزې بحالولو لپاره امریکا ګټورې خبرې کوي.

ولسمشر ټرمپ د مئ پر ۲۵مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ، که دا سرمشریزه کیږي نو د وړاندې څخه ټاکل شوې نیټې مطابق یانې د جون پر ۱۲مه به په سینګاپور کې کیږي.

د جنوبي کوریا د ولسمشر ویاند بیا د دې خبرو په ځواب کې ویلي، باور لري چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د مزاکراتو هیلي اوس هم ژوندی دي.

ولسمشر ټرمپ له هغې وروسته د سرمشریزې کولو لپاره هڅې پیل کړي چې نوموړي یې د مئ پر ۲۴مه د منسوخولو پرېکړه وکړه او دا حالات یې د شمالي کوریا ښکاره دښمني وباله.

له دې وروسته د شمالي کوریا د پخلاینې یو ردعمل مخې ته راغې او وې ویل چې اوس هم خبرو ته تیار دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG