د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ مخنيوی خپل منځي اتفاق او همږغي غواړي'


په بېجينګ کې د شنګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه (۲۴م اپرېل، ۲۰۱۸)
په بېجينګ کې د شنګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه (۲۴م اپرېل، ۲۰۱۸)

پراګ - د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه د شنګهای همکارۍ سازمان د قانوني پوهانو ځانګړې درې ورځنۍ غونډه د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې پېل شوه. غونډه د پاکستان د بهرنيو چارو سېکرټري تهمينه جنجوعه پرانيسته.

نوموړې پخپلې پرانيستونکې وينا کې وويل چې دا سازمان د هېوادونو تر منځ د سولې، امنيت، اقتصادي پرمختګ او يو بل ته د نږدېوالي لپاره نوې او ځانګړې نمونه وړاندې کوي.

په پېښور کې د نړيوالو چارو پوه پروفېسر اعجاز خټک په پاکستان کې د دې غونډې کېدل يو مهم پرمختګ ګڼي خو وايي چې د ستونزو حل او خپل منځي اتفاق او همږغي وخت غواړي.

((داسې نه ده چې په يوې ناستې سره به د هېوادونو تر منځ امنيتي، سفارتي يا سياسي تعلقات ختم شي. دا غونډې د دې لپاره کېږي چې غړي هېوادونه خپلې رايې ورکړي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره څه ډول همکاري کولای شي او د ترهګرو خلاف څنګه اقدام کولای شي.))

شنګهای همکارۍ سازمان په سوهېلي او مرکزي اسيا کې د ځېنو نورو سيمه ييزو سازمانونو په پرتله مهم سازمان دی
پروفېسر اعجاز خټک

پاکستان او هند له مودو راهيسې له يو بل سره ترينګلې اړيکې لري او له يو بل سره يې جنګونه هم کړي دي. بل اړخ ته دواړه هېوادونه پر يو بل تور پورې کوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او د هېوادونو په ناامنۍ کې لاس لري. دا لومړی ځل دی چې پاکستان د دې سازمان د يوې غونډې کوربه توب کوي او بلخوا هند هم خپل استازي په دې غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته لېږلي دي. دا چې دا ځل پاکستان ته د هندي پلاوي ورتګ او د ترهګرۍ پر موضوع مذاکرات کول به د داوړو هېوادونو پر اړيکو څه اغېز وکړي؟

هند او پاکستان ته په کار ده چې يو بل ته د ورتګ له مجبورۍ څخه موقع جوړه کړي او له هغې ګټه پورته کړي.
شايق يوسفزی

په اسلام اباد کې د سيمه ييزو چارو پوه شايق يوسفزی وايي چې د دا ډول هڅو هرکلی په کار دی. د نوموړي په وينا هند او پاکستان ته په کار ده چې يو بل ته د ورتګ له مجبورۍ څخه موقع جوړه کړي او له هغې ګټه پورته کړي.

((کال يا څو مياشتې وړاندې چا دا تصور نه شو کولای چې امريکا او شمالي کوريا به له يو بل سره خبرو ته کېني يا شمالي کوريا او جنوبي کوريا به له يو بل سره مذاکرات کوي. همدا ډول هند او پاکستان هم بايد له موقع ګټه پورته کړي.))

شنګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شو چې اته غړي هېوادونه لري. چين، روس، قرغيزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند په ۲۰۱۷م کال کې د دې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ. دا سازمان په بنيادي توګه د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

پروفېسر اعجاز خټک وايي، دا په سوهېلي او مرکزي اسيا کې د ځېنو نورو سيمه ييزو سازمانونو په پرتله مهم سازمان دی ځکه په دې کې د روس او چين غوندې لوی هېوادونه دي او زياتره پاملرنه يې د سيمې پر امنيت وي.

((دا سازمان د ملګرو ملتونو يا ناټو په شان نه دی. دوی مستقيم اقدام نه شي کولای، خو کله چې دوی سره کېني او يو نتيجې ته سره ورسېږي نو ارزښت لري او دنيا پام ورته کوي.))

شنګهای همکارۍ سازمان دا وخت څلور څارونکي هېوادونه لري چې افغانستان، ايران، بيلاروس او منګوليا پکې شامل دي. تمه څرګندېږي چې دا هېوادونه به هم د دې سازمان غړيتوب تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG