د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګي کې د فاټا ممکنه انضمام پرضد احتجاج


فایل تصویر
پېښور کې د جمعیت علماء اسلام ف یوه غونډه. ۱۴م اکتوبر ۲۰۱۷ ز کال
فایل تصویر پېښور کې د جمعیت علماء اسلام ف یوه غونډه. ۱۴م اکتوبر ۲۰۱۷ ز کال

د قبایلي سيمو له خېبر پښتونخوا صوبې سره د ممکنه شاملولو پرضد د نهې/سېشنبې پر ورځ د خېبر ایجنسۍ په لوړاګي کې مظاهره وشوه او د جلا صوبې غوښتنه یې کوله. مظاهره چیانو په خیبر دره کې د تورخم لار هم د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړلې وه.

په احتجاج کې شریک د جمعیت علما اسلام رهنما سید کبیر اپرېدي مشال راډیو ته وویل:

''دا خبره کېږي چې فاټا دې په خیبر پښتونخوا کې ضم شي زه حیران په دې یم چې کراچۍ،حیدراباد او هزارې والا جلا صوبه غواړي او موږ دې په بله صوبه کې ضم شو. دوه وروڼه سره بېلېږي نو موږ ولې په صوبه کې ورګډ شو؟''

اپرېدی وایي د پرمختګ راز په بېله صوبه کې دی او دوی خپله خبره په دلایلو ثابتولی شي.

په مظاهره کې شریک یوه مشر لطف الله شینواري وویل چې باید د قبایلو د راتلونکې په اړه دې د دوی رایې واخیستل شي.

''فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملول لویه فیصله ده او له دې فیصلې مخکې باید د فاټا له خلکو سره خبرې وشي که د فاټا خلک بېله صوبه غواړي نو باید صوبه ورکړل شي او که په خېبر پښتونخوا کې شامیلېدل غواړي نو بیا دې په دغه صوبه کې شامل کړل شي.''

شینواري وویل په پارلمان کې تر فیصلې کولو مخکې د قبایلو دریځ مالوم تر ټولو ضروری دی.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې دغه احتجاج تر دوه ساعتو پورې دوام وکړ او وروسته بیا د پېښور او تورخم لار پرانیستل شوه.

جمعیت علما اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کوي او دریځ لري چې له قبایلي ولسه دې تپوس وکړل شي او د دې لپاره دې ټولپوښتنه وشي.

خو بل لور ته د یوشمېر سیاسي ګوندونو په ګډون اوسنی حکومت غواړي چې فاټا په خیبر پښتونخوا کې شامله کړي.

د تېر خالي په ورځ د ملي امنیت کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې سول او پوځي چارواکیو د فاټا اصلاحاتو عمليکولو منظوري ورکړه،او پر دې موافقه وشوه چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړي.

نور راپورونه

د ملګرو ملتونو رپورټ فاټا د پاکستان تر ټولو غريبه سيمه ياده کړې

د فاټا ولس د خپلو حقونو لپاره د جرګو پرځای مظاهرې کوي

XS
SM
MD
LG