د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نګران وزیراعظم نوم پر ۲۲مه مې اعلانېږي


په پاکستان کې د ټاکنو هلې ځلې پیل شوې دي.
په پاکستان کې د ټاکنو هلې ځلې پیل شوې دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر سيد خورشيد شاه ویلي، په هېواد کې تر عامو انتخاباتو وړاندې د نګران وزیراعظمم نوم د مې ۲۲ اعلانېږي.

دا خبره نوموړي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د اسمبلۍ له سپیکر ایاز صادق سره تر ملاقاتو وروسته خبریالانو ته وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره يې هم په دغه معامله خبرې کړي دي.

بلخوا د تحريک انصاف ګوند يو مشر شاه محمود قريشي خبریالانو ته ويلي چې د نګران وزيراعظم د نوم لپاره ورسره سلا مشوره نه ده شوې.

د قانوني چارو پوهان وايي چې د موجوده حکومت د واک موده د مې په ۳۱مه نېټه سرته رسېږي نو د ایين مطابق بايد تراوسه د نګران وزيراعظم نوم اعلان شوی وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG