د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی وزیر اعظم ترکیه کې د او ای سي غونډې ته ولاړ


د زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې اوونيزې خبري غونډې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وویل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ترکي لخوا رابلل شوی د اسلامي هېوادونو سازمان ځانګړې سرمشريزه کې ګډون کوي.

نن د مې په ۱۸مه په ترکي کې د بيت المقدس په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان( او ای سي) ځانګړې سرمشريزه کېږي. ټاکل شوی چې د سرمشریزې اجنډا د فلسطین او اسرایلو ترمنځ په وروستیو کې پیدا شوی تاوتریخوالی وي.

د مې پر ۱۴مه د غزې او اسرایيلو پر پوله د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې هغه مهال۶۰ فلسطینیان ووژل شول او څه باندې ۱۲۰۰ ژوبل شول کله چې فلسطینیانو په بیت المقدس کې د امریکايي سفارتخانې پرانستل کېدو ضد مظاهره کوله.

اسراییل ویلي وو چې ځواکونه یې د خپلو پولو دفاع کوي.

اړوند مطالب

ولسمشر غني ترکیه کې د بیت المقدس غونډې ته ولاړ

ملګرو ملتونو بیت‌ المقدس د اسراییلو پلازمېنه ګرځول رد کړه

پوتین: د بیت المقدس لانجه منځنی ختیځ بې ثباته کوي

XS
SM
MD
LG