د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د نواز شريف پر ضد د غدارۍ مقدمه خارج کړه


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف

پراګ - لاهور های کورټ د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان مسلم ليګ (ن) د رهبر او د دې هېواد د پخواني وزيراعظم نواز شريف پر ضد د غدارۍ مقدمې چلولو درخواست په دې ويلو خارج کړ چې دا د ساتلو وړ نه دی.

د نوموړي پر ضد د غدارۍ مقدمې درخواست د پاکستان زنده اباد ګوند مشر افتاب ويرک اېډوکېټ جمع کړی و او ادعا يې کړې وه چې نواز شريف د ممبۍ بريدونو په اړه په بيان ورکولو سره پاکستان او د دې هېواد ادارو ته زيان رسولی او بدنامه کړي يې دي.

نواز شريف د مې پر ۱۲مه نېټه د پاکستان د انګريزي ژبې له ورځپاڼې ((ډان)) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و چې په دې هېواد کې وسله والې ډلې فعاله دي چې د غېر رياستي عناصرو نوم ورکول شوی دی. نوموړي پوښتنه راپورته کړې وه چې ايا موږ ته په کار ده چې دغو ډلو ته اجازه ورکړو چې د پولې پورې غاړې په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان ووژني؟

ده دا هم ويلي و چې د راولپنډۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې لا تر اوسه ولې دا مقدمه سر ته نه رسول کېږي؟ له دې وروسته مخالفو سياستوالو پر نوموړي د وطن دښمنۍ او غدارۍ تورونه پورې کړل.

دلته دا پوښتنه پيدا کېږي چې ايا په قانوني ډول د نوموړي پر بيان د غدارۍ مقدمه چلول کېدی شي که څنګه؟ د قانوني چارو يوه پوه اېډوکېټ لطيف افريدی وايي چې دا ډول خبرې له دې مخکې هم ډېرو کسانو کړي دي او پر دې خبرو د ايين د شپږمې دفعې لاندې د غدارۍ مقدمه نشې چلول کېدلای.

((د ايين د قانون له مخې د وينا ازادي شته، د تحرير ازادي شته او په ايين کې ليکلې ده. نواز شريف قطعاً داسې خبرې نه دې کړي چې غداري وه. لاهور های کورټ دا درخواست بلکل صحيح خارج کړی دی ځکه چې دا په هيڅ ډول د غدارۍ مقدمه نه جوړېده.))

د نواز شريف له بيان وروسته د مې پر ۱۴مه که يو خوا د پاکستان قامي سلامتيا کمېټې غونډه وشوه او د نوموړي بيان يې ناسم وباله نو بلخوا وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مې پر ۱۵مه قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل چې د نواز شريف بيان ناسم تعبير شوی دی او دا ډول خبرې له دې مخکې نورو ولسي او امنيتي چارواکو هم کړي دي.

د ۲۰۰۸ م کال په نومبر مياشت کې د هند په ممبۍ ښار کې پر يو هوټل ترهګر بريد ترهګر بريد ۱۶۶ کسان ووژل چې هند يې تور په پاکستان کې پر مېشتې وسله والې ډلې لشکرطيبه پورې کړ خو د لاقانونه ګرځول شوي دې ډلې پخواني مشر حافظ سعيد په دې کې له ښکېلتيا انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG