د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اجمل قصاب ته پانسي د ممبۍ بریدونو یادګېرنه ده"


د ممبۍ ترهګرو بریدونو یواځنۍ ژوندی نیول شوی تورن اجمل قصاب نن په هند کې پانسي شو
د ممبۍ ترهګرو بریدونو یواځنۍ ژوندی نیول شوی تورن اجمل قصاب نن په هند کې پانسي شو



ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــــ د هند په ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۷ نيټه د بريدونو ژوندي نيول شوی بريد ګر اجمل قصاب ته نن د چارشنبي په ورځ پانسي ورکړل شوه. هند وايي ‍ اجمل قصاب ته د پهانسۍ ورکولو نه يې پاکستان خبر کړی وو او پاکستان د دي خبري تائيد هم کړی دی. په اسلام اباد کې څيړونکي وايي چې د پاکستان لپاره دا د حيرانګۍ خبره نه وه ځکه چې دوی دا ګڼل هند به قصاب ته پانسي ورکوی او په دغه هيواد کې په پانسي ورکولو بنديز هم نشته.

په اسلام اباد کې د بهرنيو سياسي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي، اجمل قصاب ته پانسي ورکول د ممبۍ ښار خونړيو بريدونو ياد ګيرنه ده او له دې لارې به په پاکستان فشار هم زيات شي.

((زما په فکر پاکستان د قصاب د معاملي نه ځان لرې ساتلی وو، او دا يې څرګند کړي وو چې حکومت په دې کې ککړ نه وو. دا د پاکستان لپاره يوه يادګيرنه هم ده چې اجمل قصاب په يوازې سر دا بريدونه نه وو کړي بلکي د هغه ملګرو ته دې هم سزا ورکړل شي او د هند لخوا به دغه فشار دوام ولري.))

د ممبۍ ترهګريز بريدونو د پاکستان او هند ترمنيځ اړيکي تر بل هر هغه وخت ترينګلي ول، هند په پاکستان د ممبۍ ښار بريدونو کې ککړو ډلو چې په پاکستان کې مېشت دي پرضد د کاروايي کولو غوښتني کولې. په هند کې خبرياله سميتا شرما وايي چې اجمل قصاب ته پانسي ورکولو سره هند خپل ګین یا بال پاکستان ته وغورځاوه . دوی وايي دا خبرې منل شوې وي چې د ممبۍ بريدونو سازش په پاکستان کې جوړ شوی وو خو په دي معامله پاکستان کردار مايوس کن وو.

(( د لشکر طيبه ذکي الرحمن لکوې په شان مرکزي کردارونه لا هم په زندانونو کې بند پراته دي او د پاکستان د ترهګري ضد عدالتونو کې د دغو کسانو د مقدمو اوريدنې ځنډول کيږي. په هند کې څلور کاله وروسته د قانون د لارې د دغو بريدونو مرکزی ملزم ته پانسي ورکړل شوه او دا پاکستان ته يوه يادګيرنه هم ده چې د ممبۍ بريدونو کې ککړ ډلو او کسانو ته سزا ورکړي.))

کارپوه طلعت مسعود په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړو مشکوکو نیول شویو کسانو ته د سزا ورکولو په باب وویل:

((پاکستان د ترهګري په اړه نرمه او سخته رويه لري، په دې هيواد کې د ترهګرۍ لويې پېښې شوې دي. په دغو پيښو کې ککړ کسانو ته سزا نه ده ورکړل شوې او مقدمې په عدالتونو کې لا هم روانې دي، نو له دې نه څرګنده ده چې پاکستان يوه کمزوري رياست دی، که څه هم د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يو سياسي اراده موجوده ده نو دغه مقدمی به په عدالتونو کې د اوږي مودي لپاره روانې وي.))

د څيړونکو په نظر اجمل قصاب ته پانسي په داسي حال کې ورکړل شوې چې د پاکستان سياسي حکومت له هند سره اړيکي تر څه حده پرځای کړي دي، د پاکستان لخوا هند ته د غوره هيواد درجه ورکولو په تجويز غور روان دي، د کرکټ لوبې بيا شورو کيږي خو ترهګري يوه مرکزي نقطه ده او د دې مسلې د هواري لپاره بايد دواړه هيوادونه په ګډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG