د خیبر پښتونخوا په په نوښار کې یوه ځانمرګي بريد يو تن وژلی او ۱۴ نور يې ژوبل کړي دي.
د مشال راډيو خبريال وايي، بريد د نوښار له کچرو سره نږدې د ايف سي ځواک پر يو ګاډي شوی دی. په ژوبلو کې اووه امنيتي سرتېري او اووه ولسي وګړي دي.
د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي دي. بلخوا پاکستانۍ رسنۍ د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې ژوبل تنان پوځي روغتون ته وړل شوي چې پکې د درېو حالت ښه نه دی. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پيښې ذمه واري نه ده منلې.
د مشال راډيو نور راپورونه
د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پرلت دوام لري
'ناستې به ښه نتیجې ولري'
د منځنۍ کورمې د پلوسین اوسېدونکي د څښلو اوبه نه لري