د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پرلت دوام لري


د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پرلتوالو عکس
د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پرلتوالو عکس

په شمالي وزيرستان کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو پرضد په میرعلي کې پرلت نن په پنځمه ورځ هم دوام لري.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د هدفي وژنو مخه ونیسي او په وژنو کې ککړ کسان دې ګرفتار کړي.

د شمالي وزیرستان پولیټکل ایجنټ ایاز خان وايي ،له احتجاج کونکو سره یې څو ځله مزاکرات کړي خو نتیجه یې نده ورکړې.

ایاز خان بېګا مشال راډیو ته په مرکه کې وویل چې احتجاج کوونکي په لیکلې بڼه د هدفي وژنو درېدو ضمانت غواړي کوم چې د ده په وینا هیڅوک هم نشي ورکولای.

د احتجاج کوونکو له خوا تراوسه په دې اړه غبرګون لا مخې ته ندی راغلی.

پرلتوال وايي تر هغو به ناست وي چې ځواکمن پاکستاني پوځ ورته د ژغورنې ډاډ نه وي او په هدفي بریدونو کې د وژليو کسانو وژونکي یې موندلي نه وي او سزا یې نه وي ورکړې.

پاکستانی پوځ ادعا کوي چې د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په پیل شويو ضرب عضب عملیاتو کې یې سیمه له ترهګرو پاکه کړې او هلته یې امن راوستی دی خو په دا نېږدو کې هلته بیا د هدفي وژنو لړۍ پیل شوې او د راپورونو له مخې وسله وال طالبان بیا ترسترګو کېږي.

په هغو پوځي عملیاتو کې تر یو میلیون زیات ځايي وګړي بې کوره کړل شول او د میرعلي او میرامشاه اباد بازارونه، لویه کاروبارونه، سمسورې کروندې او باغونه له خاورو سره خاورې کړل شول.

اوسني احتجاجونه هله پیل شول چې په میرعلي او میرامشاه کې د تېرې اونۍ په وروستیو کې درې مخور ځايي کسان په خپلو کورونو کې دننه ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل.

XS
SM
MD
LG