د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځنۍ کورمې د پلوسین اوسېدونکي د څښلو اوبه نه لري


پراګ - د قبایلي سیمې کورمې د پلوسین مشران او اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د څښلو اوبو نشتوالي یې ژوند ستونزمن کړی دی.

دوی د چارشنبې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، سیمه یې د منځنۍ کورمې برخه ده او په لوړه پرته ده چې د تېرو کلونو د وچکالۍ له کبله یې د څښلو د اوبو ستونزه نوره هم زیاته شوې.

د سیمې له یو شمېر اوسېدونکو څخه یوه یې سوېل خان نومېږي. ده وویل، څلور کاله پخوا پولېټيکل انتظامیې په شمسي انرژۍ د چلېدونکي ټیوب وېل منظورې ورکړې وه چې شاوخوا دوه میاشت مخکې فعال شو. د ده په وینا، دا ټیوب وېل اوسمهال یوازې ۱۱۰ کورونو ته اوبه ورکوي.

سوېل خان زیاتوي چې انتظامیې د یوه بل ټیوب وېل جوړولو منظوري هم ورکړې، خو لا یې ورباندې کار نه دی پیل کړی.

د پلوسین مشران او اوسېدونکي وايي، دوی اصلاً د وزیرستان دي او په ۱۸۹۵ز کال کې دې سیمې ته ورغلي او له هغه وخت راهیسې هلته اباد دي.

پلوسین د منځنۍ کورمې هغه سیمه ده چې د خیبر پښتونخوا له ټل سره لګېدلې ده او د اوسېدونکو په وینا یې، د اوبو سرچینې نه لري او ځمکه یې هم للمینه او شاړه ده نو ځکه کروندګري نه کوي.

د دوی په خبره، د پلوسین ابادي شاوخوا ۳،۵۰۰ ده چې تقریباً ۸۰۰ یا ۹۰۰ کورونه جوړېږي.

د پلوسین قامي مشر ملک میرام جان وايي، د اوبو نشتوالي د سیمې خلک اړ کړي چې په پیسو اوبه واخلي او په ټانکرونو کې یې کور ته ورسوي.

دی وايي، هره کورنۍ د میاشتې اوسط څلور ټانکره اوبه اخلي.

د یو ټانکر اوبو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۱۵،۰۰ روپیو پورې وي. د بیو دا فرق له فاصلې سره تړلی دی.

په ۲۰۱۳ز کال کې په منځنۍ کورمه کې انتخابات نه ول شوي خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د بلې انتخاباتي حلقې استازی ساجد حسین توری وايي، د څښلو د اوبو د دې ستونزې هواري لپاره اقدامات کوي.

د پلوسین زیاتره خلک مزدوري کوي، ځېنې یې سرکاري نوکرۍ کوي او ځېنې یې بیا د روزۍ ګټلو په موخه د خلیج عربي هېوادونو ته ځي.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، زیاتره کورنۍ بېوزله یا غریبې دي او په خپلو پیسو د اوبو د اخیستو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG