د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سیلاوونو ۱۶ تنه وژلي


د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د وروستیو قدرتي افتونو له وجې ۱۶ تنه وژل شوي او ګڼ ټپیان شوي دي.

د افغانستان د قدرتي افتونو پر وخت د مبارزې ادارې مشر محمد اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې تر ټولو ډېر زیانونه په بدخشان ولایت کې خلکو ته اوښتي دي.

په تیرو څو ورځو کې په بدخشان ، تخار ، بغلان او سمنګان ولایتونو کې توپانونه او سیلاوونه راغلي ول چې د دغو سیمو اوسیدونکي یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG