د لاسرسي ځای

تازه خبر

نجیب رزاق ته له ملایشیا د وتلو اجازه ورنکړل شوه


د ملایشيا حکومتي چارواکو پخوانی وزیراعظم نجیب رزاق له هېواده له وتلو منع کړی دی.

د نجیب ایتلاف د دې اوونی په پیل کې په انتخاباتو کې ماتې وخوړه او پر هغه د اربونو ډالرو د درغلیو شک هم کیږي.

د کوالا لمپور په هوايي ډګر کې له هغه وروسته په ګڼ شمیر کې خلک راغونډ شول چې د نجیب رزاق او د هغه د ښځې انډونېشیا ته د تللو اوازې خورې شوې.

په انتخاباتو کې تر ماتې وروسته د نجیب رزاق د ایتلاف ۶۰ کلن واک پای ته ورسېد. له ماتې پس نجیب رزاق د خپل سیاسي ګوند یوناییټډ مالېز نېنشل ارګنایزېشن او د نېشنل فرنټ ایتلاف د مشر په توګه استعفا ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG