د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایبټ اباد کې ټرافیکي پېښو ۱۳ تنه وژلي


د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد کې بیګا په دوه جدا ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او شپږ نور زخمیان دي.

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې لومړۍ پېښه پرون ماښام هغه وخت وشوه چې د اوړو د بوجیو ډک یو ټرک له راولپنډۍ مانسهرې ته روان و خو په ایبټ اباد کې له سبزي منډۍ سره نږدې د زیات وزن له امله چپه شو.

په دغه پېښه کې لس کسان وژل شوي او په ټپیانو کې د یوه حالت ښه نه دی ښودل شوی.

دویمه پېښه د ایبټ اباد او مانسهرې پر سړک له ګهیه سیمې سره نږدې وشوه چې پکې درې کسان وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي د حادثې علت د ډرایور غفلت ښيي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG