د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو خلاف رپورټ درج شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي په سوات کې یې د یو شمېر ځايي مشرانو خلاف پولیس رپورټونه درج کړي دي.

د سوات کبل تحصیل د پولیسو د وینا تر مخه په دې کسانو د ریاستي ادارو خلاف د خلکو پارولو د دفعاتو لاندې ایف ای ار درج کړل شوی دی.

د یاد غورځنګ یو مشر محسن داوړ په دې هکله د خالي په ورځ مشال رېډیو ته وویل:

(( دا په سوات کې زمونږ ځايي ملګري دي. د سوات جلسې لپاره یې موږ سره مرسته کړې وه او د دغې جلسې د تیاریانو په کمپاین کې یې هلې ځلې کړې وې. نن ورباندې د سوات کبل تهاڼې پولیسو پرچه کړې ده. د دې رپورټ نقل (کاپي) هم ما ترلاسه کړې ده.))

پښتون تحفظ مومنټ چې د جنورۍ له میاشتې راهیسې هلې ځلې پیل کړې د نورو یو شمېر نکاتو تر څنګ د لادرکو کسانو عدالتونه ته د وړاندې کولو غوښتنه کوي.

دا چې په دې سلسله کې یې د غورځنګ نور ملګري هم نیول کیږي یا ځورول کیږي دوی به څه لایحه عمل اختیاروي؟

محسن داوړ په دې هکله وویل:

(( مونږ به د خپل یو، یو ملګري تپوس کوو. چې کوم چا ته هم تکلیف رسيږي د هغې خلاف به نور هم اوچت غږ پورته کوو. وړاندې هم له مونږ سره په بلوچستان کې داسې شوي وو. مونږ ګڼو چې دا ایف آیی ار به بېرته واخيستل شي خو که ونه شي نو زموږ چې کومې عامې جلسې او احتجاجونه روان دي ممکنه ده چې د دغې پرځایې اسلام اباد ته یو لويي لانګ مارچ اعلان کړو. مونږ څوک په رپوټونو او ګرفتاریو نشي ویرولی.))

له دې وړاندې د پوځ د پېښور کورکمانډر لیفټینټ جنرل نذیر احمد بټ ویلي وو چې د دې تحریک یو شمېر غوښتنې جایزې دي او پکار ده چې غور پرې وشي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سوات د جلسې پرمهال په ۱۲ مه مې په کراچۍ کې د جلسې اعلان کړی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG