د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د پي ټي ایم پلویانو تنګول به خطرناکې نتیجې ولري


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې په فاټا کې پاکستاني پوځ د یرغلګرو پوځیانو غوندې ځورونې او ظلمونه کړي دي. د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د زیارت په ورځ د خپلې وینا پر مهال اڅکزي وویل چې په فاټا کې په سلګونه نه بلکې په زرګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي په خپله وینا کې په ادعا سره وویل چې عسکرو د قبایلي سیمو د یوه کلي نېږدې ۶۵ کسان په یوه خوړ کې راټول کړي ول او بل ورځ یې په بېلا بېلو شلو او دښتو کې پنځه پنځه تنه یوځای مړه موندل شوي ول. هغه وویل دغه ډله ییزه وژنې د څه لپاره وشوې؟

د فاټا ولس له ۷۰ کلونو هغه خبرې منې چې د یوې ورځې لپاره د منلو نه دي.

د اڅکزي په وینا په فاټا کې د خلکو سپکې او بې عزتۍ شوې، ډېرو یې په ورپېښو بې عزتیو خوله غلې نیولې ده.

نوموړي وویل، د فاټا په اړه اصلاحات کېږي خو د فاټا له ولسه هېڅ تپوس او پوښتنه نه کېږي، او زیاته یې کړه چې په فاټا کې یې بیړه روانه کړې ده، هلته خلک خپلو زڼغوځیو (چلغوزې) پلورولو ته نه پرېښودل کېږي. هلته ولس له ۷۰ کلونو هغه خبرې منې چې د یوې ورځې لپاره د منلو نه دي.

محمود خان اڅکزي پر پاکستانیو امینتي ادارو په ټینګار سره ږغ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو او کارکنانو له تنګولو لاس واخلی کنه نو بې انتها بربادي به جوړه شي.

نوموړي وویل په قبایلي سیمو کې دې د قدرتي زېرمو او سرچینو له قبضه کولو ډډه وکړل شي.

خو د پاکستان پوځ تل هغه ادعاوې چې محمود خان اڅکزی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران یې کوي ردوي چې په قبایلي سیمو کې ولسي وګړي په نښه کړل شوي دي. بلکې وايي چې سیمه یې له ترهګرو پاکه کړې ده او دا هم وايي چې د پي ټي ایم ځينې غوښتنې جایز دي او پر هغو یې لاس هم پورې کړی دی.

د ناسمې بهرنۍ تګلارې له کبله پاکستان په جهاني کچه تنها او یواځې دی.

په هېواد کې دننه د سیاسي کړکېچ په باب اڅکزي په خپله وینا کې په پاکستان کې د ایین پر واکمني زور راوړ او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته یې په ټینګار سره وویل چې خپل ماتحت جنرالان او افسران دې د سیاستوالانو د لاسونو له مروړلو راوګرځوي، او په دوه نمبره خلکو دې نور د ملک له چلولو ډډه وکړي.

هغه وویل د ایین له رویه پوځ حق نه لري چې سیاست وکړي او سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړي. د نوموړي په وینا د پاکستان ججانو باندې هم د ایین له مخې دا اطلاق راځي چې دوی به یواځې د ایین تشریح او توضیح کوي او بس.هغه جنرالانو، ججانو او جرنلسټانو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ایین احترام دې وکړي.او ټولې ادارې باید په خپلو حدود کې پاته شي. ځکه چې په ایین کې د طاقت سرچشمه له الله پاک پس ولس دی او دلته به واکمني یوازې ولس کوي. ولس به کورنۍ او بهرنۍ تګلاره ټاکي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په پاکستان کې دننه د اوسني سیاسي کړکېچ ختمولو لپاره د یوې ټول ګوندیزې غونډې رابللو ږغ وکړ.

هغه وویل د ناسمې بهرنۍ تګلارې له کبله پاکستان په جهاني کچه تنها او یواځې دی.

له افغانستان سره باید د امن لار خپله کړل شي.

اڅکزي په خپله وینا کې کې وویل چې پاکستان دې په افغانستان کې له لاسوهنې لاس واخلي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې هلته ډېره وینه وبهول شوه. اوس هم هره ورځ نېږدې دوه سوه کسان په بریدونو کې مري او د ورځې څلوېښت عسکر وژل کېږي او عجیبه خلک دي چې څلوېښت نور کسان عسکرۍ ته وردانګي. محمود خان اڅکزي وویل که په پاکستان کې هره ورځ ۴۰ عسکر ووژل شي نو د میاشتې په پنځه لاکه تنخا هم به عسکرۍ ته څوک حاضر نه شي.

اڅکزی:د پښتنو حق به په هر حال کې اخلو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وویل افغانستان د پاکستان دوست هېواد دی، افغانستان د پاکستان لویه تجارتي منډۍ ده. باید چې له هغه هېواد سره د امن لار خپله کړل شي.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې اڅکزي وویل چې په افغانستان کې جرمنیان، جاپانیان، کاناډایان او تر درو څلورو زرو پورې امریکایان وژل شوي او هغوی ټول د دې ذمه وار پاکستان بولي.

که څه هم محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې پر پاکستانۍ بهرنۍ تګلاره او په تېره په افغانستان کې د لاسوهنې ادعاوې کولې همدغسې څرګندونې په تېءو وختونو کې د پاکستان بهرینو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز هم کړې وې چې له افغان طالبانو سره پاکستان نېږدې اړیکې لري او هغوی ته د درملنې او علاج اسانتیاوې یې هم ورکړې دي. خپله د طالبانو لومړی مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې له اوږدې ناورغۍ ومړ او دوهم مشر ملا منصور یې د بلوچستان په چاغي کې په یوه ډورن برید کې ووژل شو. خو په افغانستان کې د لاسوهنې له تورونو پاکستان بیا بیا انکار کوي او وايي چې دوی په افغانستان کې د امن غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG