د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هندي انجینیران طالبانو وړي دي'


د افغانستان بغلان ولايت والي عبدالحی نعمتي وايي دوی ته معلومه شوې چې تښتول شوي اووه هندي انجینيران له طالبانو سره دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې د دغو کسانو د خوشېکولو کوښښ کوي خو تر اوسه ورته وسله والو د یرغملو پرېښودو لپاره کوم شرط نه دی په ډاګه کړی.

دغه اووه هندي انجینیران او د هغوی افغان ډرېور څلور ورځې مخکې د بغلان د خواجه الوان په سیمه کې هغه مهال وتښتول شول چې غوښتل‌ یې په سیمه کې یو وړوکی برېښناکوټ د (بجلۍ سب سټېشن) وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG