د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ایران منځنی ختیځ له بې ثباتۍ سره مخ کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د منځني ختیځ د سفر پر مهال په ایران سختې نیوکې کړي دي. د بهرنیو چارو د وزیر په حېث نوموړی په اول وار د منځني ختیځ سفر کوي چې پکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د ایران اېټمي تړون نه د وتلو د دهړکې په هکله خپلو اتحادیانو ته تفصیل ورکوي.

پومپیو تیر ماښام د سعودي ریاض ښار ته رسیدلی وو چې پکې یې د ولي عهد شهزاده محمد سره خبرې اترې وکړې او نن یې د باچا سلمان سره هم لیده کاته وکړه. له دې ملاقاتونو وروسته نوموړي په ایران تور ولګوه چې ایران په شام کې د ولسمشر بشارلاسد او په یمن کې د شیعه یاغیانو د مرستو په ترڅ کې منځنی ختیځ له بې ثباتۍ سره مخامخ کوي.

ټاکل شوې چې پومپیو به نن اسراییل ته ځي او له هغې وروستو به د اردن سفر هم کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG