د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام وايي، اسراییلو یې پوځي څېړنیز مرکز په نښه کړی


د جمرایا پوځي څیړنیز مرکز د چاودنو له یوې ویډیو اخیستل شوی انځور
د جمرایا پوځي څیړنیز مرکز د چاودنو له یوې ویډیو اخیستل شوی انځور

د مشق - د شام دولتي رسنۍ خبر ورکوي چې اسراییلو په سر ښار دمشق کې، د دوی پر یو پوځي څیړنیز مرکز د راکټو برید کړی دی.


دا ادعا تر هغې وروسته شوې چې د اتوار پر ورځ وختي په دغه مرکز کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.

په لومړنیو راپورونو کې د تاوان د کچې یا د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. اسراییلو په دې راپور د تبصرې کولو نه ډډه کړې ده.

د جمرایه (Jamraya) په نوم دغه څیړنیز مرکز چې پر برید شوی، په تېره جنورۍ میاشت کې هم د اسراییلو له خوا په نښه شوی وو.

داچاودنې تر هغې وروسته شوې دي چې اسراییلو تایید کړه چې د جمعې پر ورځ یې په شام کې د وسلو په هغه کاروان برید کړی چې د راپورونو په اساس داسراییلو پرضد لبنانۍ وسله والې ډلې حزب الله ته لیږدول کیده.

د خالي پر ورځ دامریکا ولسمشر باراک اوباما وویل، د امریکا ملګری اسراییل حق لري چې د ځان د ژغورلو په موخه، د هغو عصري وسلو مخه ونیسي چې حزب الله ته لېږدول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG