د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اټلانټک سمندر کې د امریکا او ناټو نوي بحري ځواکونه


پینټاګون د اټلانټک سمندرګي په شمالي برخه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوي کولو لپاره نوې بحري کمانده پرانستې ده.

د پینټاګون ویاند جوهني میکایل د جمعې په ورځ وویل، په دغه اوبو کې د روسيې د ځواکونو هلې ځلې ډېرې شوي دي او د مخنیوي لپاره يې اټلانټک ته بیا توجه ورکول اړین شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دا پلان د ناټو د غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې منظور شوې وو چې مرام يې د سمندري لارو امنیت یقیني کول او د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ د رابطو خوندي ساتل دي.

ناټو چارواکي وايي روسیې په بالټک،شمالي اټلانټک او ارکټیک سمندرونو کې خپلې پوځي هلې ځلې ډیرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG