د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوټین: د فتبال نړیوال کپ ته مو تیاری کړی دی


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین پرون اعلان وکړ چې هیواد یې د فټبال نړیوالو لوبو لپاره تیاري سر ته رسولې ده.

دغه لوبې راتلونکي میاشت د روس په یولسو ۱۱ ښارونو کې کېدونکې دي.

د فټبال لوبې نړیوال ایسوسي ایشن یا د فیفا له صدر جیاني اینفین تینو سره په سوچي ښار کې تر ملاقات وروسته پوتین وويل چې روس دغه ټورنامنټ ته تیار دی او یوازې یو څه اخیري کار پاتې دی.

پوتین وویل هیله لري چې د روس لوبډله به ښه کارکردګي وښيي.

روس د ۲۰۰۸م راهیسې د غټانوپه اروپايي چمیپین شپ لوبو کې د لومړي پړاو یا ګروپ سټيج پس مخکې نه دی وتلی.

په مشرقي اروپا کې پر لومړي نړیوال کپ به تر ټولو زیاتې پیسې خرچیږي.

دا لوبې په داسې وخت کیږي چې په شام کې د کیمیاوي وسلو مبینه برید، په برتانیا کې پخواني روسي جاسوس ته د زهر ورکولو او د امریکا لخوا د نویو بندېزونو په سر د روس او غرب تر منځ اړیکې ترینګلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG