د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمینیا د اپوزیشن مشر نیکول پاشینیان د روس، امریکا،جورجیا او اروپايي ټولنې له سفیرانو سره لیدلي او ورته یې معلومات ورکړي چې د هیواد سیاسي بحران د حل لارې لپاره کار کوي.

پرون په فیسبوک پاڼه نوموړي په بیان کې وویل چې د کورني بحران حل کولو په لړ کې د شویوموافقو په اړه یې دغه سفیران خبر کړل.

نوموړي وویل د دې سربېره د دوه اړخیزو تعلقاتو په نورو موضوګانو هم خبرې وشوې او په ارمینیا کې به دغه ملاقاتونه جاري وي.

د مۍ پر دریمه پاشنیان د خپل یلک ګوند او د متحد اپوزیشن ګوندونو لخوا په دویم وار په رسمي توګه د وزیراعظمۍ لپاره و نومول شو. وروسته واکمن ګوند ریپبلکن پارټۍ هم ورته باور ورکړ چې د هغه ملاتړ به کوي.

د وزیراعظمۍ د دندې لپاره پاشینیان تر اوسه یوازینۍ نوماند دی. د دغه چوکۍ په اړه به د مۍ پر اتمه په پارلیمان کې رای اچول کیږي

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG