د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې نګران حکومت جوړېدل یو اییني شرط دی او دا به د اپوزیشن تر سلا مشورو وروسته تشکیلیږي.
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبره د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سرکاري ټیلي وژن ته په مرکه کې کړې ، او ویلي یې دي چې پارلیماني انتخابات به پر خپل وخت کیږي.
د بلوچستان نشنل ګوند مشر میر حاصل بزنجو هم د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې خبریالانو ته ویلي ، داسې کومه وجه نه ویني چې انتخابات به وځنډیږي.
بلخوا ټاکل شوی چې د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري هم نن په کوټه کې یوې جلسې ته ویناوې وکړي.
په پاکستان کې د واکمن حکومت د کار موده د مۍ پر ۳۱مه سر ته رسیږي او عام انتخابات به د روان کال په جولایي کې وشي.