د لیبیا په طرابلس ښار کې د انتخاباتو د ادارې پر مرکزي دفتر په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د لیبیا د صحت وزارت ویلي چې دا پېښه د مې پر دویمه هغه مهال رامنځ ته شوې چې لومړی په یاده ودانۍ کې دننه یو ځانمرګی برید وشو او بیا وسله والو اور ورته کړ.
اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې برید زمه واري منلې او ویلي یې دي چې هدف یې د انتخاباتو پروسه په نښه کول دي.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي انتخاباتو د هغو هڅو برخه ده چې د جګړو له امله له ګډوډیو سره په مخامخ دې هیواد کې کراري رامنځ ته کړل شي.
د لیبیا پخوانی امر معمر قذافي په ۲۰۱۱م کال کې د ناټو د هوايي بریدونو ملاتړو لرونکو یاغیانو له خوا له واکه لرې او ووژل شو.