د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: د زده کوونکي د وژلو په تور یو کس نيول شوی


د خیبر پښتونخوا د ټانک پولیسو وايي، د لسم جماعت د یو زده کوونکي د وژلو په تور کې یې یو کس نیولی او په بل پسې ګرځي.

دا خبره د ټانک پولیسو مشر شاه نظر خان د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، خلکو احتجاج ختم کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د وژل شوي عرفان نومي هلک تره عبدالستار مشال راډیو ته وویل چې هغه پولیسو هغه مهال د شک پر بنیاد وژلی چې له یو بل ملګري سره پر موټر سایکل سپور وو.

د هلک مړی اوس په پلارني کلي علي خېل کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG