د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: یاغيان وايي د ځينو سيمو په پريښودلو رضا شوي


په شام کې یاغیانو ویلي چې د روس په منځګړیتوب رامنځ ته شوی هغه تړون یې منلی دی چې له مخې به یې دوی حمص ښار ته نژدې نیولې سیمې پرېږدي.

حمص په جګړه ځپلې هیواد شام کې دریم لوی ښار دی او دا د یاغیانو یو له ورستیو مظبوطو مرکزونو دی.

دا تړون په چارشنبه له هغه یوه ورځ وروسته اعلان شوی دی چې د شامي چارواکو او د هغوی اتحادي حزب الله ملېشې په وینا ، په دې سیمه کې یاغیان تسلیم شوي ، هلته به د ریاست واک مني او خپلې درنې وسلې به سپاري.

د شام چارواکي او حکومتي خبري رسنۍ وايي ، تمه ده چې د هغو یاغیانو د اېستلو کار به د مې له پنځمې پیل شي کوم چې له حکومت سره له جوړ جاړي انکار کوي. په لسګونه زره خلک بیا د بشارالاسد تر واکمنۍ لاندې د اوسېدو پر ځای د شام شمالي برخې ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG