د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: نامعلومو وسله والو د هزاره ټولنې دوه تنه وژلي دي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د بلوچستان صوبې د کوټې ښار پر جمال الدین افغاني سړک نامعلومو وسله والو د شنبې په ورځ دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د جعفر او محمد علي په نامه د یوې کورنۍ دا دوه تنه هغه مهال وژل شوي چې دوي پر یو دوکان ناست وو او وسله والو پرې ډزې وکړې.

د کوټې د ښار د پولیسو مشر عبدالله جان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان هزاره ګان دي او په خپل دوکان کې وژل شوي دي.

نه چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري منلې ده او نه هم پولیسو د یادې پېښې په تړاو څوک نیولي دي.

له پېښې وروسته د هزاره ټولنې سلګونه وګړو په کوټه ښار کې احتجاج وکړ او د امنيتي ادارو پر ضد يې شعارونه ورکول چې ولې د دوی په امنيت ساتلو کې پاتې راغلي.

د کوټې په ښار کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې بیا زیاتې شوې دي چې زیاتره وخت د مذهبي لږکیو وکړي او په ځانګړې توګه د هزاره ټولنې غړي په نښه کېږي.

په اپرېل مياشت کې دا دریمه داسې پېښه ده چې د هزاره ټولنې وګړي پکې وژل شوي دي. هزاره ګانو د میاشتې په پیل کې د خپلو وژنو پرضد احتجاج هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG