د لاسرسي ځای

تازه خبر

راو انوار دوې مياشتې چا پټ کړی و؟


راو انوار
راو انوار

پراګ - د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير وزير ويلي چې د نقيب مسود په وژنه تورن د کراچي پوليسو پخوانی افسر راو انوار پخپله خوښه عدالت ته نه دی وړاندې شوی.

عدالت دفاع وزارت ته امر کړی و چې د راو انوار نيول باوري کړي
خرم دستګير

نوموړي د چارشنبې په ورځ د پاکستان يو شخصي ټي وي چېنل ته د مرکې پر مهال وويل چې عدالت [سپريم کورټ] د سېشنبې په ورځ دفاع وزارت ته امر کړی و چې د راو انوار نيول باوري کړي. ياد وزارت د پاکستان له بېلا بېلو ادارو سره د هغه د نيولو په اړه خبرې وکړې چې بيا وروسته راو انوار سپريم کورټ ته حاضر شو. نوموړي په سپينو ټکو کې دا ونه ويل چې راو انوار د ادارو لخوا سپريم کورټ ته راوستل شو.

د خرم دستګير دا بيان په رسمي او ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر بحثونه راولاړ کړي چې راو انوار دومره وخت چا پټ کړی و؟ د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د کراچي پوليسو دغه پخوانی افسر د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې هغه وخت سپريم کورټ ته ناببره راغلی کله چې د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه جرګه ګۍ د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه کوله. وروسته د عدالت پر حکم راو انوار د پوليسو لخوا ونيول شو او له عدالتي کاروايي وروسته کراچي ته ولېږل شو چې بيا هلته د پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت د اپرېل تر ۲۱مې پوليسو ته په جسماني ريمانډ وسپاری.

سپريم کورټ ويلي و چې هغه چا ته به هم سزا ورکوي چې راو انوار يې پټ کړی وي

د راو انوار له ګرفتارۍ وړاندې د پاکستان سپريم کورټ ويلي و چې د هغه چا په ضد به هم اقدامات کوي چې راو انوار يې پټ کړی وي. په پاکستان کې د قانوني چارو پوه نور عالم وايي چې د قانون له مخې د مجرم سهولت کار ته تر ټول عمر قيد پورې سزا ورکول کېدای شي.

((د پاکستان پېنل کوډ کې د ۲۰۱ دفعې له مخې چې کوم سړی سهولت کار وي، يا کوم سړی د جرم پټولو کوشش وکړي يا مجرم ته تحفظ ورکړي نو هغه ته تر عمر قيد پورې سزا ورکول کېدای شي.))

راو انوار له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې فراره وو او په وار وار ورته سپريم کورټ عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی و خو هغه د مارچ تر ۲۱مې حاضر نه شو. نور عالم وايي سپريم کورټ ته په کار ده چې د نقيب مسود د وژنې په مقدمه کې د راو انوار تر څنګ د هغه سهولت کاران هم شامل کړي.

((په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جنګ پر مهال چې کوم کسان پانسۍ کړل شوي دي، هغه ټول سهولت کاران ول خو دلته ټولو ته معلومه ده چې راو انوار يو مجرم دی او هغه قانون په خپل لاس کې اخيستی و خو بيا هم هغه ته تحفظ ورکړل شوی و. سپريم کورټ ته دا په کار و چې په خپل حکم کې يې دا هم ويلي وای چې دا دومره وخت چې چا هم راو انوار ته پناه کړې وه نو هغه دې هم په دې مقدمه کې شامل کړل شي.))

راو انوار د ۲۷ کلن وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن دی چې په کراچي کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی او مړی يې د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو. د سيند صوبې د پوليسو پخواني افسر اېس اېس پي راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودی او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د هغه ادعاوې ناسمې وبللې او وې ښودل چې نقيب مسود په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و. له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو.

د نقيب مسود د وژنې په تور ۲۴ نور پوليس چارواکي هم مطلوب دي

د چارشنبې په ورځ د راو انوار لخوا پر شوو عدالتي پلټنو د نه ډاډ څرګندولو وروسته چيف جسټس ثاقب نثار د سيند پوليسو مرستيال مشر افتاب پټان په مشرۍ يوه بله پنځه کسيزه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه تر څو د دې پېښې بيا پلټنې وکړي.

د نقيب مسود د وژنې په تور ۲۴ نور پوليس چارواکي هم مطلوب دي خو د سيند پوليسو مشر اې ډي خواجه سپريم کورټ ته ويلي و چې په دغو کې ۱۱ نيول شوي او پاتې نور لاهم فراره دي.

XS
SM
MD
LG